Book Name:Nafil Rozon Ke Fazail
نبی کا صَدقہ سدا کیلئے تُو راضی ہو کبھی بھی ہونا نہ ناراض یاخدا یاربّ!([1])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا چې کوم آيت مبارک دے:
كُلُوْا وَ اشْرَبُوْا هَنِیْٓــٴًـۢا بِمَاۤ اَسْلَفْتُمْ فِی الْاَیَّامِ الْخَالِیَةِ(۲۴)
(پارہ:29، سورۀ الحاقة:24) [مفهوم]
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: (وئيلے به شي:) پۀ تيرو شوو ورځو کښې چې تاسو [څۀ نيک اعمال] مخکښې وليږل د هغې پۀ بدله کښې پۀ خوند خوند خورئ او څښئ.
صحابئ رسول، سلطانُ المُفسرين حضرت عبد الله بن عبَّاس رَضِىَ اللهُ عَـنْهما فرمائي: دا آيت مبارک د روژه دارو پۀ حق کښې نازل شو. يعنې هٰغه خلق کوم چې پۀ دُنيا کښې ډيرې روژې نيسي، هغوئي ته به د قيامت پۀ ورځ وئيلے کيږي: تا چې پۀ دُنيا کښې د الله پاک د رضا د پاره کومه لوږه تنده برداشت کړه، روژې دې ونيولې، نن د دې لوږې تندې پۀ بدل کښې ښه پۀ مړه خِيټه، پۀ خوشحالۍ خوشحالۍ د جَنَّت نعمتونه خوره! او څښه...!! ([2])
حضرت يوسُف بن يعقوب خيفي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: مونږ ته خبر رارسيدلے دے چې د قيامت پۀ ورځ به الله پاک فرمائي: اے زما وليانو...!! پۀ دُنيا کښې د ډيرې مودې پورې ما تاسو ته کتل | ستاسو شونډې د تندې پۀ وجه وچې شوې وې | ستاسو سترګې دننه ننوتې وې | ستاسو خِيټې د لوږې پۀ وجه د شا سره لګيدلې وې، بس د دې ټولې خوارۍ (يعنې د ډيرو روژو) پۀ بدل کښې نن تاسو پۀ نعمتونو کښې يـۍ، ښه ډير