Book Name:Nafil Rozon Ke Fazail
فَهُوَ فِیْ عِیْشَةٍ رَّاضِیَةٍۙ(۲۱) فِیْ جَنَّةٍ عَالِیَةٍۙ(۲۲) قُطُوْفُهَا دَانِیَةٌ(۲۳)
(پارہ:29، سورۀ الحاقة:21-23) [مفهوم]
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو هغه به د خوښې پۀ ژوند کښې وي. پۀ اوچت باغ کښې. د هغې ميوې به نزدې وي.
د دغه نيک بخته د پاره به نور اعلان کيږي:
كُلُوْا وَ اشْرَبُوْا هَنِیْٓــٴًـۢا بِمَاۤ اَسْلَفْتُمْ فِی الْاَیَّامِ الْخَالِیَةِ(۲۴)
(پارہ:29، سورۀ الحاقة:24) [مفهوم]
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: (وئيلے به شي:) پۀ تيرو شوو ورځو کښې چې تاسو [څۀ نيک اعمال] مخکښې وليږل د هغې پۀ بدله کښې پۀ خوند خوند خورئ او څښئ.
يعنې د دُنيا پۀ ژوند کښې چې تا کومې ورځې د ګناهونو نه پۀ بچ کيدو، پۀ نيک اعمالو کښې پۀ کولو تيرې کړې وې، د هٰغه ورځو پۀ بدل کښې نن نعمتونه واخله! پۀ جَنَّت کښې بغير د څۀ منعې نه ډاډه ګرځه او څۀ چې غواړې پۀ خوشحالۍ سره يـې خوره! څښه...!! ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! لږ تصور خو اوکړئ! د کوم نيک بخته سره چې د قيامت پۀ ورځ حساب پۀ دې انداز کښې کيږي، د هغه خو به مزې شي، الله! الله! لږ سوچ خو اوکړئ...!! يو طرف ته جَنَّت دے، او بَل طرف ته دوزخ دے، ټول مخلوق د الله پاک پۀ حُضُور کښې حاضر دے، ټول پۀ ويره کښې دي، خلق د ډيرې ګرمۍ او د شرم پۀ وجه هُم پۀ خپلو خولو کښې غوپې وهي، هر يو ويريږي چې پته نۀ لګي چې زما پۀ باره کښې به څۀ فيصله کيږي، آيا ما ته به د جَنَّت زيرے اورولے کيږي که دوزخ ته به د غورځولو اِعلان کولے شي...!! د دې ويرې پۀ حالت کښې چې کله چا ته داسې د