Nafil Rozon Ke Fazail

Book Name:Nafil Rozon Ke Fazail

جَنَّت زيرے واورولے شي نو د خوشحالۍ نه به د هغه څۀ حالت وي...!! د هغه زړۀ به د ډيرې خوشحالۍ نه پۀ هوا وي، مخ به يـې پړقييږي او هغه به پۀ جذباني کيدو د حشر پۀ ميدان کښې دا اِعلان کوي:

هَآؤُمُ اقْرَءُوْا كِتٰبِیَهْۚ(۱۹)

اِنِّیْ ظَنَنْتُ اَنِّیْ مُلٰقٍ حِسَابِیَهْۚ(۲۰)

(پارہ:29، سورۀ الحاقة:19-20)    [مفهوم]

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: واخلئ زما اعمال نامه ولولئ. بے شکه زما يقين وو چې زۀ د خپل حساب سره يو ځائے کيدونکے يم.

کاش چې مونږ داسې خوش قِسمته که نۀ يو نو کم از کم پۀ داسې نيک بخته پسې پۀ تلونکو کښې وشميرلے شو ځکه چې څوک پۀ دُنيا کښې پۀ داسې خوش قِسمته پسې روان وي، د قيامت پۀ ورځ به هغه ته هم دغه شان د جَنَّت زيرے ورکولے شي او ټولو ته به وئيلے شي:

كُلُوْا وَ اشْرَبُوْا هَنِیْٓــٴًـۢا بِمَاۤ اَسْلَفْتُمْ فِی الْاَیَّامِ الْخَالِیَةِ(۲۴)

(پارہ:29، سورۀ الحاقة:24)        [مفهوم]

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: پۀ تيرو شوو ورځو کښې چې تاسو [څۀ نيک اعمال] مخکښې وليږل د هغې پۀ بدله کښې پۀ خوند خوند خورئ او څښئ.

الله پاک دې پۀ مونږ باندې رحم اوکړي، کاش! کاش! پۀ کروړونو کاش چې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ شفاعت سره، د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان ، د اهلِ بيتِ پاک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم او د ټولو اوليائے کرامو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم پۀ وسيله پۀ مونږ باندې کرم وشي او مونږه بغير د حساب نه جَنَّت ته پۀ تللو کښې کامياب شو.

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم.

مُعاف فضل و کرم سے ہو ہر خطا یاربّ!       ہو مغفِرت پئے سلطانِ انبیا یاربّ!

بِلا حساب ہو جنّت میں داخِلہ یاربّ!            پڑوس خُلد میں سرور کا ہو عطا یاربّ!