Nafil Rozon Ke Fazail

Book Name:Nafil Rozon Ke Fazail

اوئې فرمائيل: اَفَلَا اَکُوْنُ عَبْدًا شَکُوْرًا آيا زۀ د الله پاک شکر ګزاره بنده جوړ نۀ شم...؟ ([1])

دا څومره ښکلے انداز دے، څومره بے مثاله او د کمال سوچ دے. دا منو چې روژې صرف د رَمَضَانُ المُبَارَک فرض دي، نـمونځونه پۀ ورځ کښې هُم 5 فرض دي خو آيا مونږ له د خپل رَبّ شُکر ګزار بنده جوړيدل نۀ دي پکار...؟ بالکل جوړيدل پکار دي، ځکه چې څومره کيدے شي د نفلي عبادتونو عادت هم جوړول پکار دي.

د الله پاک د قُرب موندلو طريقه

پۀ بخاري شريف کښې حديثِ قُدسي دے، الله پاک فرمائي: بنده د نفلي عبادت پۀ ذريعه زما قُرب حاصلوي، حاصلوي د دې پورې چې زۀ هغه خپل محبوب جوړ کړم، |کله چې زۀ هغه خپل محبوب جوړ کړم نو د هغه غوږونه جوړ شم پۀ کومو چې هغه اوري | د هغه سترګې جوړې شم پۀ کومو چې هغه ويني | د هغه لاسونه جوړ شم پۀ کومو چې هغه نيول کوي | د هغه ښپې جوړې شم، پۀ کومو چې هغه ګرځي، (بيا د هٰغه بنده دا مقام شي چې) | که هغه زما نه سوال کوي نو زۀ هغه ته عطا کووم | که هغه زما سره پناه غواړي نو زۀ هغه له پناه ورکووم. ([2])

  د دې حديثِ پاک تشريح دا ده چې کله بنده د نفلونو پۀ ذريعه د الله پاک قُرب حاصل کړي، د الله پاک خوښ بنده جوړ شي نو پۀ هغه باندې د الله پاک خاص عطاګانې کيږي، د کومو پۀ برکت چې د بنده لاسونه، ښپې، سترګې وغيره د ګناهونو نه محفوظې شي او هغه ته د زياتو نه د زياتو نيک اعمالو کولو توفيق عطا کولے کيږي. ([3])


 

 



[1]... مسلم، کتاب صفۃ القیامۃ والجنہ والنار، باب اکثار الاعمال...الخ، صفحہ: 1085، حدیث:2820۔

[2]... بخاری، کتاب الرقاق، باب التواضع، صفحہ:1597، حدیث:6502۔

[3]... فتح الباری، کتاب الرقاق، باب التواضع، جلد:11، صفحہ:418، تحت الحدیث:6502 خلاصۃً۔