Book Name:Nafil Rozon Ke Fazail
خوښول. ([1]) ځکه که د چا وَس کيږي نو هغه دې د عمرې سعادت حاصل کړي. څومره به ښه وي چې د الله پاک مياشت (يعنې رجب شريف) د الله پاک د خوږ رسول، رسولِ مقبول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ مبارک ښار مدينه منوره کښې تيريدل نصيب شي | د بزرګانو (يعنې د الله پاک د نيکانو بندګانو) معمول وو چې پۀ رَجَب شريف کښې به يـې د وفات شوو مسلمانانو د پاره پۀ کثرت سره ايصالِ ثواب کولو، ايصالِ ثواب 12 مياشتې کولے شئ، البته پۀ رَجَب شريف کښې د دې زيات اهتمام کيږي. خاص طور پۀ رَجَب شريف کښې د امام جعفر صادِق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د ايصالِ ثواب د پاره د کونډو اهتمام کولے شي، عام طور خلق پۀ 22 رجب د کونډو ختم کوي، دا هم جائز دے، البته پۀ اصل کښې د کونډو ختم پۀ 15 رجب جوړيږي ځکه چې د امام جعفر صادق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د وصال پۀ باره کښې د 15 رجب قول دے. ([2]) | دغه شان پۀ رَجَب شريف کښې ډير نفل نـمونځونه هم کول پکار دي. د حضرت اَنس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې د سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: پۀ رجب کښې يوه شپه ده څوک چې پۀ هغې کښې د نيک عمل کوونکي د پاره د 100 کالو د نيکو ثواب ليکلے کيږي او هغه د رَجَب اوويشتمه [27] شپه ده. څوک چې پۀ دې کښې 12 رکعته داسې اوکړي چې د سورۀ فاتحه او بل يو سورت ولولي او پۀ هر 2 رکعته باندې التَّحيات اوکړي او پۀ پوره کيدو سلام وګرځوي، د دې نه پس 100 کرته سُبْحَانَ اللہِ وَالْحَمْدُللہِ وَلَا اِلٰہَ اِلَّا اللہُ وَاللہُ اَکْبِرْ ولولي، 100 کرته اِستغفار (مثلاً اَستَغفِرُ الله، اَستَغفِرُ الله ولولي)، 100 کرته درود شريف ولولي او د خپل اخرت پۀ باره کښې چې د کوم څيز دعا اوکړي او سحر روژه ونيسي نو الله پاک به