Nafil Rozon Ke Fazail

Book Name:Nafil Rozon Ke Fazail

 

كُلُوْا وَ اشْرَبُوْا هَنِیْٓــٴًـۢا بِمَاۤ اَسْلَفْتُمْ فِی الْاَیَّامِ الْخَالِیَةِ(۲۴)

(پارہ: 29، سورۀ الحاقة: 24)

صَدَقَ اللہُ الْعَظِیْم وَ صَدَقَ رَسُوْلُہُ النَّبِیُّ الْکَرِیْم صلّی اللہ ُ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَسَلَّم

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: (وئيلے به شي:) پۀ تيرو شوو ورځو کښې چې تاسو [څۀ نيک اعمال] مخکښې وليږل د هغې پۀ بدله کښې پۀ خوند خوند خورئ او څښئ.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                           صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د رَجَب مياشت رانزدې ده، د رَجَب شريف مياشت د حُرمت والؤ پۀ څلورو مياشتو کښې ده. د الله پاک پۀ بارګاه کښې د دې مياشتې ډير عزت دے، ډيره د عظمت او شان والا مياشت ده. شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه دې ته د رَمَضَانُ المُبَارَک پاټک وائي، دا د اميرِ اهلِسُنَّت د رَمَضَانُ المُبَارَک سره يو قِسم له محبت دے، د هغوئي مقصد دا دے چې د رَجَب شريف مياشت وليدلے شي نو مطلب دا شو چې د رَمَضَانُ المُبَارَک شريف مياشت رانزدې شوه، اوس به ډيره زر د رَمَضَانُ المُبَارَک مياشت هم تشريف راوړي.

د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يوه دُعا کومه چې پۀ حديثونو کښې راغلې ده، سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به پۀ رَجَب شريف کښې دا دُعا لوستله، راځئ چې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ادا د ادا کولو د پاره مونږ هم دا دُعا ولولو:

 اَللَّهُمَّ بَارِكْ ‌لَنَا ‌فِي ‌رَجَبٍ ‌وَّشَعْبَانَ، ‌وَبَلِّغْنَا رَمَضَانَ

ترجمه: اے الله پاکه! زمونږ د پاره پۀ رجب او پۀ شعبان کښې برکت واچوې او مونږ د