Book Name:Tere Deen Ki Sarfarazi
د نـمونځ کولو نه پس حضرت خُبَيب رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ زنځيرونو وتړلے شو۔ هٰغه وخت د مکے مکرمې والؤ ووئيل: د اِسلام نه واوړه! تا به ازاد کړو۔ هغوئي د ايمان پۀ جذبه کښې وفرمائيل: پۀ زمکه باندې چې څۀ دي، که هر څۀ ما ته راکړے شي، زۀ به بيا هم اِسلام پرې نۀ ږدم۔
غير مسلمو ووئيل: آيا تۀ دا خوښوې چې دا وخت ستا پۀ ځائے ستا نبي مُحَمَّد (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) وے او تۀ پۀ ارام سره د خپلو بچو سره پۀ کور کښې وے؟ اوئې فرمائيل: پۀ خُدائے مې دې قَسم وي! زۀ خو دا هم نۀ خوښووم چې زما د محبوب پۀ وجود کښې يو ازغے لاړ شي او زۀ پۀ ارام سره ناست يم۔ غير مسلمو بيا ووئيل: اے خُبَيبه! د اِسلام نه واوړه! ګنې تا به قتل کړو۔ اوئې فرمائيل: د ځان نذرانه خو ډيره کمه ده (د اِسلام د پاره خو د دې نه هم غټې قربانۍ پيش کول پکار دي)۔
کروں تیرے نام پہ جاں فِدا، نہ بس ایک جاں، دوجہاں فدا
دو جہاں سے بھی نہیں جی بھرا، کروں کیا کروڑوں جہاں نہیں([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! بيا حضرت خُبَيب رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ راجمع شوو خلقو ته وکتل، هلته ټول غير مسلمه وو، هغوئي د الله پاک پۀ حُضُور کښې عرض اوکړو: يا الله پاکه! دلته خو ما ته ټول دښمنان پۀ نظر راځي، پۀ دوئي کښې به څوک هم خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته زما سلام اونۀ رسوي۔ اے کريم مالکه! هُم تۀ زما سلام مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته ورسوې۔
حضرت اُسامه بن زيد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: عين هم پۀ هٰغه وخت خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ مدينه منوره کښې د صحابه کرامورَضِىَ اللهُ عَـنْهُم پۀ مينځ کښې تشريف فرما وو، حضرت جبريلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام حاضر شو او د حضرت خُبَيب رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ سلام يـې راورسولو۔
بيا د مکے مکرمې خلقو حضرت خُبَيب رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ډير پۀ دردناکه طريقه شهيد کړو۔