Book Name:Tere Deen Ki Sarfarazi
د جلال پور بهټيا (ضلع حافِظ آباد، پنجاب پاکستان) د يو اِسلامي ورور واقعه ده، هغۀ به د توبې کولو نه مخکښې د ګناهونو ډک ژوند تيرولو، د علاقې د لوفرانو او شرابيانو ځلمو سره يـې ناسته پاسته وه، ځکه پخپله هم د شرابو او د نورو ګناهونو عادت شوے وو، کنځلې، چغې سورې، جنګ جګړې، وهل ډبول وغيره د هغوئي د معمولاتو حصه وه، غرض دا چې د کور والؤ سره سره د علاقې والا هم د هغۀ د حرکتونو نه تنګ وو۔
د هغۀ بخت څۀ داسې رابيدار شو چې يو ځل د يو اِسلامي ورور پۀ ترغيب د قافلې مسافر جوړ شو۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! هلته د هغۀ نيک صحبت نصيب شو، د سُنتو زده کولو موقع يـې نصيب شوه، د الله پاک نه د ويرې او د عشقِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وغيره پۀ موضوعاتو باندې يـې بيانونه اوريدل نصيب شو، پۀ جومات کښې اوسيدل يـې نصيب شو، د دې پۀ برکت هغۀ توبه کړه، پۀ سر باندې يـې عمامه شريف هم وتړله، پۀ مخ باندې يـې ګيره مبارکه هم پريښوده او اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! خپل خراب عادتونه يـې پريښودل او نيک نـمونځ ګزاره شو۔ ([1])
دل کی کَلیاں کِھلیں قافِلے میں چلو رنج وغم بھی مِٹیں، قافلے میں چلو
دل کی کالک دُھلے، دردِ عِصیاں ٹلے آؤ سب چل پڑیں، قافلے میں چلو
کہتے عطّارؔ ہیں، جو مرے یار ہیں وہ ہر اک سے کہیں، قافلے میں چلو([2])
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د الله پاک پۀ لاره کښې د سفر د دې نه علاوه نور هم