Share this link via
Personality Websites!
دل کی کَلیاں کِھلیں قافِلے میں چلو رنج وغم بھی مِٹیں قافلے میں چلو
فضل کی بارِشیں، رَحمتیں نعمتیں گر تمھیں چاہئیں قافلے میں چلو([1])
د الله پاک په لار کښې د سَفَر دِینی فائدې
شيخ شهابُ الدِّين سُهَروَردي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نور فرمائي: لکه څنګه چې دَبَاغَت (يعنې څرمن د مالګې لګولو، د هغې د پخولو او صفا کولو سره) څرمن نرميږي، د هغې بد بوئي ختميږي، دا صفا سوتره کيږي، هم داسې د الله پاک پۀ لاره کښې د سفر پۀ برکت نفسِ اَمَّاره (يعنې پۀ ګناهونو باندې راپارونکے نفس) نرم، پاک صفا او خوشبوداره کيږي، د دۀ سرکشي ختميږي، داسې دا پۀ ګناهونو باندې راپارونکے نۀ پاتې کيږي بلکې د ايمان پۀ نُور باندې روښانه او د نيک کارونو عادت لرونکے جوړيږي۔ ([2])
د الله پاک د لارې مسافر جوړ شئ!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! وګورئ چې څومره عظيمې فائدې دي، مونږه دا وئيلے شو چې د الله پاک پۀ لاره کښې سفر يو پوره رياضت دے، د خپل باطن د پاکولو ډير کامياب علاج دے۔ ځکه مونږ له پکار دي چې پۀ کور کښې نۀ کښينو، عام طور بس هم د روټين ژوند تيريږي، د کور نه دکان، د دکان نه کور، پۀ خپل کور او محله کښې يو، بهر نۀ ووځو۔ د دِين کار داسې نۀ کيږي، د باطِن صفائي داسې نۀ نصيب کيږي * زړۀ صفا کول دي * ځان ټيک کول دي * د نيکو عادت جوړول دي * د ګناهونو نه پۀ زړۀ کښې نفرت پالل دي * نيک نـمونځ ګزاره جوړيدل دي * تهجد ګزاره جوړيدل دي* اخلاق صحيح کول دي * باکرداره او اخلاقي مسلمان جوړيدل دي، د دې د پاره به د کورونو نه وتل وي، د الله پاک پۀ لاره کښې به سفر کول وي، حضرت بِشر حافِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami