Tere Deen Ki Sarfarazi

Book Name:Tere Deen Ki Sarfarazi

*خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دې: د قيامت پۀ ورځ به ټول خلق پۀ يو ځائے کښې راجمع وي، بيا به اعلان کوونکے اعلان کوي چې چرته دي هٰغه خلق د کومو ډډې چې به د بسترو نه جُدا اوسيدلې؟ بيا به هٰغه خلق ودريږي او هغوئي به پۀ شميره کښې ډير کم وي او بغير د حِساب نه به جنَّت ته داخِل شي، بيا به د ټولو خلقو حِساب شروع شي۔ ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! وګورئ چې د شپې د نـمونځ (مثلاً د تهجدو د کولو) څومره عظيم فضائل دي۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! * تهجد جَنَّت ته بوتلونکے * د برکت والا * درَبِّ کريم د رضا والا نـمونځ دے۔

د تهجد ګزار جوړيدو يوه اسانه طريقه دا هم ده چې مونږ د قافلو مسافر جوړ شو۔اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د قافلې پۀ جدول کښې * د تهجد نـمونځ * د اشراق او څاښت * اَوَّابين* او د توبې نـمونځونه هم شامل دي۔ ځکه د قافلو مسافر جوړ شئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د تهجد ګزار جوړيدو توفيق به مو هم نصيب شي۔

غيبي انګور يـې نصيب شو

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! حضرت خُبَيب رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ مکه مکرمه کښې د غير مسلمو پۀ لاس قيدي وو۔ د هغوئي پۀ قيد کوونکو کښې چا د هغوئي نه پوښتنه اوکړه: اے خُبيبه! د څۀ څيز ضرورت شته؟

اوس د صحابئ رسول رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ښکلې ښکلې جذبات واورئ! اوئې فرمائيل: آؤ! پۀ ما باندې د هٰغه ځناورو غوښه مۀ خوره کومه چې د غيرُ الله پۀ نوم ذبح کړے شوې وي او کله چې د مکے والا ما شهيد کوي نو د هغې نه مخکښې ما خبر کړه۔([2])


 

 



[1]... شعب الایمان، باب فی الصلوات، تحسین الصلاۃ...الخ، جلد:3، صفحہ:169، حدیث:3244۔

[2]... شرح زرقانی مع مواہب اللدنیہ، کتاب المغازی، بعث الرجیع، جلد: 2، صفحہ:483 ملتقطاً۔