Tere Deen Ki Sarfarazi

Book Name:Tere Deen Ki Sarfarazi

سعادت نصيب کيږي * تجويد او قراءَت زده کول نصيب کيږي، او ډير داسې څيزونه دي د کومو چې مونږ ته د زده کولو حاجت دے بلکې بعضې علوم خو هغه دي د کومو چې هر مسلمان له زده کول فرض دي، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د قافلې پۀ برکت هٰغه فرض علوم زده کول هم نصيب کيږي۔

عِلمِ دِين نۀ زده کول د ارمان سبب دے

خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د قيامت پۀ ورځ باندې به د ټولو نه زيات ارمان هغه کوي، چا ته چې پۀ دُنيا کښې د عِلمِ (دِين) د زده کولو موقع ميلاؤ شوه خو هغه زده نۀ کړو۔ ([1])

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! نن موقع ده، وخت دے، ساه ګانې چليږي، چې مونږ د قيامت پۀ ورځ د ارمان نه د بچ کيدو ذريعه جوړه کړو، پۀ قافلو کښې سفر اوکړو،                اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! عِلمِ دِين زده کول به مو نصيب شي۔

علم حاصل کرو جَہْل زائل کرو                                                                 پاؤ گے راحتیں قافِلے میں چلو!

سنّتیں سیکھنے تین دن کیلئے                                                                             ہر مہینے چلیں قافِلے میں چلو!

د نفلونو کولو سعادت

پۀ قافلو کښې د سفر کولو پۀ برکت پۀ جوماتونو کښې د تکبيرِ اُولیٰ سره د پينځه وخته فرض نـمونځونو د ادا کولو او د نفل نـمونځونو، تهجدو، اشراق، څاښت او د اوبينو کولو سعادت هم نصيب کيږي۔

اوس وګورئ چې دلته خو د عمل کولو کمے دے، ورسره ورسره د عِلم هم ډير کمے دے، کيدے شي چې پۀ مونږ کښې به ډير داسې وي، کومو ته چې به د اشراق، څاښت او اوبينو عِلم نۀ وي چې دا کوم نـمونځونه دي۔ حالانکې اوابينو ته د صالحينو (يعنې د


 

 



[1]... تاریخ مدینہ دمشق، جلد:51، صفحہ:137۔