Book Name:Tere Deen Ki Sarfarazi
پۀ صُفَّه نومې ځائے کښې اوسيدل۔ هٰغه خوش قِسمتو صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم خپل ځانونه د دِين د خدمت د پاره وقف کړي وو۔ * هغوئي ځانله خپل کورونه نۀ وو جوړ کړي * جامې به يـې صرف دومره وې چې ستر به يـې پرې پۀ مشکله پټيدے شو* ډيرې ورځې به يـې پۀ لوږه کښې تيريدلې * بعضې وخت خو به يـې داسې حالت شو چې د لوږې له وجهې به ورته ګرځيدل هم مشکل شو، بعضې صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم به بے هوشه کيدل او راپريوتل به ۔ د دومره سختو باوجود به دا حضرات عالي وقار، د دِين پۀ زده کولو او ښودلو کښې مصروفه اوسيدل۔ د هغوئي پۀ شان کښې قرآني آيتونه نازل شو، الله پاک فرمائي:
وَ لَا تَطْرُدِ الَّذِیْنَ یَدْعُوْنَ رَبَّهُمْ بِالْغَدٰوةِ وَ الْعَشِیِّ یُرِیْدُوْنَ وَجْهَهٗؕ- (پارہ:7، سورۀ انعام:52)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او هٰغه خلق مۀ جُدا کوه کوم چې سحر او ماښام د خپل رب د رضا غوښتلو د پاره هغه يادوي۔
يعنې اے خوږه محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! هٰغه خوش قِسمته، د نيک زړۀ والا مسلمانان کوم چي سحر او ماښام الله پاک يادوي، عبادت يـې کوي، صرف او صرف د الله پاک د رضا طلب ګاران اوسيږي، هغوئي د ځان نه مۀ جُدا کوئ۔([1])
پۀ يو ځائے کښې فرمائي: اے خوږه محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! دې اَصحابِ صُفه ته وفرمايئ!
سَلٰمٌ عَلَیْكُمْ كَتَبَ رَبُّكُمْ عَلٰى نَفْسِهِ الرَّحْمَةَۙ- (پارہ:7، سورۀ انعام:54)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: ”پۀ تاسو دې سلام وي‘‘ ستاسو رب پۀ خپله ذِمَّۀ کرم باندې رحمت لازم کړے دے۔
سُبْحٰنَ اللہ! څومره د شان والا دي، الله پاک د هغوئي د سلامتۍ د دعاګانو کولو حکم