Book Name:Deen Ka Mazak Mat Banao
دا د قيامت د ورځې منظر دے، يعنې چې کله د قيامت وحشت ناکه ورځ راشي نو مخلصه مسلمانان به پۀ هٰغه ورځ باندې کامياب شي، پۀ پلِ صِراط باندې د تيريدو پۀ وخت به ايمان او د نيک اعمالو نُور د دوئي نه تاؤ شي، مخلصه مسلمانان به د دې نُور پۀ رڼا کښې روان وي او پۀ پلِ صِراط باندې به تير شي، بيا به منافقان دوئي ته چغې وهي: اے مسلمانانو! مونږ ته هم يو نظر وکړئ چې مونږه ستاسو د نُور نه څۀ رڼا حاصله کړو او پۀ پلِ صِراط باندې واوړو او جنَّت ته ورسيږو۔ دوئي ته به وئيلے کيږي: تاسو چې د کوم ځائے نه راغلي يئ، هلته لاړ شئ او نُور ولټوئ! منافقان به د نُور د لټولو د پاره لاړ شي، دوئي ته به پۀ يو ځائے کښې هم نُور ميلاؤ نشي، بيا به د مسلمانانو طرفته واپس راشي نو هٰغه وخت به د هغوئي او د مسلمانانو پۀ مينځ کښې يو ديوال ودرولے شي، د دغه ديوال دننه طرف ته به جنَّت او بهر به عذاب وي۔ ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا دے د منافقانو خراب کردار چې دې بد بختو به د دِين نه ټوقې جوړولې، پۀ زړۀ کښې به يـې کُفر پټ ساتلو او پۀ خُله باندې به يـې کلمه وئيله او دا ده د هغوئي د خرابو اعمالو دردناکه سزا چې هغوئي به پۀ دُنيا، قبر، قيامت او هر ځائے کښې ذليله او رسوا کولے شي۔ الله پاک دې زمونږه د ايمان سلامتيا نصيب کړي، د کُفر نه، د نفاق نه او د هر قِسمه ګناهونو نه د بچ کيدو توفيق دې راعطا کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔
صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد
د آيت مبارک نه ميلاؤيدونکي سبقونه
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د وړومبۍ سيپارې، د سورۀ بقره د دې دوو آيتونو (آیت: 14 او 15) نه مونږ ته ډير سبقونه ميلاؤيږي: