Deen Ka Mazak Mat Banao

Book Name:Deen Ka Mazak Mat Banao

وکړو: پۀ څۀ وجه خِلال وکړم، ما غوښه خو نۀ ده خوړلې۔ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: بے شکه چې تا د خپل ورور غوښه خوړلې (يعنې غيبت دې کړے) دے۔ ([1])

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! ډيره د افسوس خبره ده چې دلته د خلقو دا انداز جوړ شوےدے چې کله د چا سره ميلاؤيږي يا پۀ يو محفل کښې ناست وي نو د هغۀ سره ډيرې خوږې خوږې خبرې کوي خو چې کله هغۀ لاړ شي نو د هغۀ د بد بيانولو او د غيبتونو سلسله شروع شي، مثلاً وائي: * يار! هغۀ لاړو، هيله ترينه خلاص  شو * هغۀ خو بور کړي وو * د ځان نه زيات  هوښيار دے * پۀ بار کښې کوږ لرګے دے۔ ([2])

ياد ساتئ چې پشي شا د بد بيانولو دا انداز غيبت دے او غيبت ډير نقصان رسوونکې بيماري ده * غيبت د ايمان نه خلاصول کوي * غيبت د خرابې خاتمې سبب دے   * پۀ کثرت سره د غيبت کوونکي دُعا نۀ قبليږي * غيبت نيکۍ سوزوي * غيبت کوونکے که توبه هم وکړي نو بيا به هم د ټولو نه پۀ اخره کښې جنَّت ته داخليږي، غرض دا چې غيبت ګناهِ کبيره، حرام او دوزخ ته بوتلونکے کار دے۔ ([3])

بهر حال! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ ته پۀ ظاهر او پۀ باطن کښې هم يو شان اوسيدل پکار دي، لکه څنګه چې د خلقو پۀ مخکښې خوږې خوږې خبرې کوئ، هم داسې پشي شا هم د هغوئي تعريف کوئ ګنې خاموشي اختيار کړئ۔ دا خو صِرف د غيبت خبره ده، مونږ له پۀ هر لحاظ سره د ظاهر او د باطِن د تضاد نه بچ کيدل پکار دي۔

د حضرت خِضر عَلَیْهِ السَّلَام نصيحت

يو ځل حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته د حضرت خِضر عَلَیْهِ السَّلَام د زيارت


 

 



[1]... معجمِ کبیر، جلد:5، صفحہ:75 ، حدیث:9947۔

[2]... غیبت کی تباہ کاریاں، صفحہ:40 ملتقطًا۔

[3]...غیبت کی تباہ کاریاں، صفحہ:26 ملتقطًا۔