Deen Ka Mazak Mat Banao

Book Name:Deen Ka Mazak Mat Banao

(1): دوه  مخي  مۀ جوړيږئ!

وړومبے سبق خو دا حاصل  شو چې مونږ له پۀ ظاهر کښې، پۀ باطن کښې د خلقو پۀ مخکښې او د هغوئي نه پشي شا يو شان اوسيدل پکار دي۔ دا د منافقانو خراب عادت  دے چې دې بد بختو خلقو به د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان پۀ مخکښې د هغوئي تعريفونه کول، د مخلصه مسلمان  کيدو قَسَمونه به يـې خوړل خو پشي شا به يـې پۀ دِين پورې ټوقې هم کولې او د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان بد به يـې هم بيانول۔

پۀ خلقو کښې بد ترين څوک۔۔۔؟

دا هُم ډير خراب عادت  دے، مونږ له هر وخت د دې نه بچ کيدل پکار دي۔ د صحابئ رسول، حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، د الله پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: پۀ خلقو کښې بد ترين انسان ذُو الوَجهَين (يعنې دوه مخے ) دے، کوم چې د يو خوا له پۀ يو مخ سره او د بَل خوا له پۀ بَل مخ سره راځي۔ ([1]) پۀ يو حديثِ پاک کښې دي: بے شکه څوک چې پۀ دُنيا کښې دوه  مخے  وي، د قيامت پۀ ورځ به د هغۀ دوه ژبې وي۔ ([2])

پشي شا د بد بيانولو وبال

افسوس چې نن سبا زمونږه پۀ معاشره کښې دا خبره ډيره عامه شوې ده، خلق اګر که مخامخ تعريفونه کوي خو پشي شا د نورو بد بيانوي۔ صحابئ رسول حضرت عبد الله بن مسعود رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يو ځل مونږ پۀ بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کښې حاضر وو، هٰغه وخت يو کَس د هٰغه ځائے نه پاڅيدو او لاړو، د هغۀ د تللو نه پس يو کَس د هغۀ بد بيان کړل نو رسولِ رحمت، شفيعِ اُمَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: خِلال وکړه! هغۀ عرض


 

 



[1]... بخاری، کتاب الاحکام ، باب ما یکرہ من ثناء السلطان…الخ، صفحہ:1741، حدیث:7179۔

[2]... ابو داؤد، کتاب الادب ، باب فی ذی الوجہین، صفحہ:764، حدیث:4873۔