Book Name:Deen Ka Mazak Mat Banao
ده، بد بخته دے هٰغه بنده کوم چې پۀ دې مهلت باندې دوکه کيږي او خوش قِسمته دے هٰغه کَس کوم چې د دې مهلت نه فائده واخلي او د توبې لاره اختيار کړي۔ مولانا رُوم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي:
تُو مَشَوْ مَغْرُور بَر حِلْمِ خُدا
دَیْر گِیْرَدْ سَخْت گِیْرَدْ مَرتُرا
مفهوم: يعنې الله پاک حِلم والا دے، د هغۀ حِلم ته پۀ کتلو مغروره کيږه مۀ ولې چې الله پاک اګر که پۀ ګناهونو باندې فوراً انسان نۀ راګيروي خو چې کله يـې راګيروي نو پۀ سختۍ سره يـې راګيروي۔
د دُنيا عيش او عشرت: اِنعام که سزا۔۔۔؟؟
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا د قُدرت قانون دے چې پۀ ګناهونو باندې فوراً انسان نۀ راګيروي، مهلت ورکولے شي، پۀ قرآنِ کريم کښې د مخکښينو قومونو پۀ باره کښې ارشاد دے:
فَلَمَّا نَسُوۡا مَا ذُکِّرُوۡا بِہٖ فَتَحۡنَا عَلَیۡہِمۡ اَبۡوَابَ کُلِّ شَیۡءٍ ؕ حَتّٰۤی اِذَا فَرِحُوۡا بِمَاۤ اُوۡتُوۡۤا اَخَذۡنٰہُمۡ بَغۡتَۃً فَاِذَا ھُمۡ مُّبۡلِسُوۡنَ (۴۴)
(پارہ:7 ، سورۀ انعام:44)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو چې کله هغوئي هٰغه نصيحتونه هير کړل کوم چې هغوئي ته شوي وو نو مونږه پۀ هغوئي د هر څيز دروازې برسيره کړې، تر دې چې کله هغوئي پۀ هغې خوشحاله شُو څۀ چې هغوئي ته ورکړے شوي وو نو مونږه هغوئي ناڅاپه ونيول پس اوس هغوئي مايُوسه دي۔
الله! الله! * مخکښينو اُمَّتونو ته انبيائے کرام علَيهِمُ السَّلام وليږلے شول * انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام هغوئي ته نصيحت وکړو خو هغوئي هير کړو * هغوئي ته د ايمان د قبلولو دعوت ورکړے شو خو هغوئي اونه منلو * هغوئي ته د نيکو اعمالو نصيحت وکړے شو خو هغوئي