Deen Ka Mazak Mat Banao

Book Name:Deen Ka Mazak Mat Banao

ورته هيڅ پام هم ونکړو * هغوئي ته د عبادت ترغيب ورکړے شو خو هغوئي نصيحت اونه منلو او اُلټا پۀ ګناهونو کښې اخته شول۔ بيا څۀ وشو؟ آيا پۀ هغوئي باندې د اسمان نه کاڼي را وه وريدل؟ آيا هغوئي پۀ زمکه ور دننه کړے شو؟ نۀ۔۔۔!! بلکې

فَتَحْنَا عَلَیْهِمْ اَبْوَابَ كُلِّ شَیْءٍؕ-

د هغوئي د پاره د هر قِسمه نعمتونو دروازې برسيره کړے شوې، د هغوئي سره د مال او د دولت، د دُنيا د عيش او د عشرت هيڅ کمے پاتې نشو، بيا خو پکار وه چې هغوئي د الله پاک د مهلت نه فائده اخستې وے، هغوئي ته د ګناهونو باوجود نعمتونه ورکړے کيدل، پکار خو دا وه چې هغوئي ويريدلے، د شُکر د جذبې نه يـې سرونه ښکته کړي وو خو افسوس چې هغوئي د مخکښې نه پۀ زيات غفلت کښې اخته شول، د فخر او د تکبر ښکار شول، بيا څۀ وشو؟

اَخَذْنٰهُمْ بَغْتَةً

پۀ هغوئي باندې ناڅاپه عذاب راغلو، د الله پاک قهر پرې نازل شو او هغوئي تباه او برباد شول۔

د مهلت نه فائده واخلئ!

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا د الله پاک پټ تدبير دے، الله کريم خپلو بندګانو له مهلت ورکوي * د سحر نـمونځ مو ادا نکړو او بيا مو هم ښه ورځ تيره شوه، دا مهلت دے * د شپې پۀ فلمونو کتلو کتلو اوده شو او سحر بيا صحت مند راپاڅيدو، دا هم مهلت دے * خلق دروغ وائي، پۀ ناپ تول کښې کمے کوي او ډير پۀ بے باکۍ سره وائي: چې دروغ نۀ وائې نو کاروبار نۀ چليږي (اَستَغفِرُ الله!) ، غور کول پکار دي چې د الله پاک نافرماني مو وکړه، دکان مو بيا هم ښه چليږي، دا د الله پاک راکړے شوے مهلت دے  * لاسونه د ګناه طرف ته ځي، بيا هم سلامت پاتې کيږي * غوږونه د ګناهونو نه ډکې