Book Name:Deen Ka Mazak Mat Banao
دغه شان زمونږه د خوږ وطن پاکستان يوه واقعه ده، يو ځل د رَمَضَانُ المُبَارَک مياشت وه، پۀ دغه مبارکو سعتونو کښې بعضې پۀ مغربي کلتور مئينو، تش پۀ نوم مسلمانان د خپلو غير مسلمو دوستانو سره د اِسلام آباد مارګله ټاؤر ته لاړل۔ افسوس چې دغه نادانه خلقو د روژې د مبارکې مياشت د تقدس خيال هم اونه ساتلو او هغوئي د رَمَضَانُ المُبَارَک احترام بالکل هير کړو او شراب يـې وڅښل او د ګډا پۀ رنګين ماحول کښې مشغول شول، دا نادانه د خپل انجام نه نا خبره پۀ ګناهونو کښې مشغول وو چې ناڅاپه خطرناکه زلزله راغله کومې چې د دې عيش خوښوونکو ټوله مستي د خاورو سره خاورې کړه۔ وروستو د مارګاله ټاؤر پۀ ملبه کښې د يو کَس کټ شوے سَر راووتو، نور وجود يـې ميلاؤ نشو، دا چې د چا سَر وو، د هغۀ بعضې پيژندګلو خلقو ووئيل چې دې بد بخته به د اذان بے ادبي کوله، چې کله به اذان شروع شو نو د سندرو اواز به يـې نور هم تيز کړو۔ (د الله پاک پناه!)
صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد
پۀ ټوقو کښې وئيلے کيدونکې کُفريه جُملې
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! واقعي چې د دِين يا د دِين پۀ شِعائرو (مثلاً پۀ جنَّت او دوزخ، پۀ اذان او پۀ نـمونځ وغيره) پسې ټوقې کول ډير خطرناک جُرم دے خو افسوس چې نن سبا دا بيماري هم زمونږه پۀ معاشره کښې ورځ پۀ ورځ زياتيږي، د عِلمِ دِين ډير کمے دے، مسلمانان وئيلے کيدونکي خلق هم د دِيني معلوماتو د کمي پۀ وجه پۀ خبرو خبرو کښې پۀ دِين پسې ټوقې کوي * پۀ خپل مينځ کښې ټوقې کوي او * يو بَل ته ګډې وډې وائي (مَعَاذَ الله!) او * کله د الله پاک سپکاوے کوي * کله پۀ جنَّت او دوزخ پسې ټوقې کولے شي * کله پۀ فرښتو او پۀ جنَّتي حُورو پسې ټوقې کولے شي۔ داسې ډيرې کُفريه جُملې دي کومې چې خلق پۀ ټوقو ټوقو کښې وائي، مثلاً * د فلانکي د حرکتونو نه خو الله پاک هم پريشانه دے (دا د کُفر جمله ده) * ګز ژبي(چالاک) ته وائي: خُدائے هم ستا