Deen Ka Mazak Mat Banao

Book Name:Deen Ka Mazak Mat Banao

شرف حاصل شو، هغوئي عرض وکړو: عالي جاه! ما ته څۀ نصيحت وکړئ! حضرت خِضر عَلَیْهِ السَّلَام ورته وفرمائيل: اِیَّاکَ یَاعُمَر! اَنْ تَکُوْنَ وَلِیًّا  لِلّٰہِ فِی الْعَلَانِیَۃِ وَ عَدُوًّا لَہٗ فِی السِّرِّ يعنې اے عمره! د دې خبرې نه ځان وساته چې تۀ خو د خلقو پۀ مخکښې د الله پاک دوست يـې خو پۀ تنهايۍ کښې د هغۀ دښمن جوړ شې (يعنې چې څنګه د خلقو پۀ مخکښې نيکۍ کوې، هم داسې پۀ تنهايۍ کښې هم نيکۍ کوه، پۀ تنهايۍ کښې ګناهونه مۀ کوۀ)، بے شکه د چا باطِن چې د هغۀ د ظاهِر نه مختلف وي، هغۀ (عملي) منافق دے۔ دا يـې چې واوريدل نو حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دومره وژړل چې د هغوئي ګيره مبارکه پۀ اوښکو باندې لمده شوه۔ ([1])

الله پاک دې مونږ ته پۀ ظاهر او پۀ باطن کښې د يو شان جوړيدو، پۀ تنهايۍ کښې هم، د خلقو پۀ مخکښې هم پۀ هر ځائے کښې د نيکو کولو، د ګناهونو نه هر وخت د بچ کيدو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔

صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب!      صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد

(2): د دِین نه ټوقې مۀ جوړوئ!

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دويم سبق کوم چې د دې آيتونو مبارکو نه مونږ ته حاصل شو هغه دا دے چې د دِين نه ټوقې جوړول، د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان او پۀ دِيني مشرانو پورې ټوقې کول د منافقانو کار دے۔ هم دا هٰغه بد بخته دي کومو چې به کلمه هم وئيله، نـمونځونه به يـې هم کول، روژې به يـې هم نيولې، د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان به يـې د دروغو تعريفونه هم کول او بيا به يـې پۀ خپلو شخصي محفلونو کښې وئيل:

اِنَّمَا نَحۡنُ مُسۡتَہۡزِءُوۡنَ (۱۴)

(پارہ:1 ، سورۀ بقرہ:14)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: مونږ خو صرف ټوقې ټقالې کوو۔


 

 



[1]... تَنْبِیْهُ الْمُغْتَرِّین، صفحہ:35 ملتقطًا۔