Deen Ka Mazak Mat Banao

Book Name:Deen Ka Mazak Mat Banao

خبرې اوري خو د اوريدو طاقت رانه نۀ اخستے کيږي * سترګې ګناهونه ويني خو ړنديږي نۀ * ښپې د ګناهونو طرف ته ځي خو بيا هم سلامتې پاتې کيږي * پۀ ژبه باندې دروغ، غيبت، چغلي، پته نۀ لګي چې څنګه څنګه ګناهونه کولے شي خو د دې باوجود د وئيلو طاقت پۀ ځائے پاتې کيږي * غرض دا چې مونږه شپه او ورځ د الله پاک نافرمانۍ کوو * د سر نه واخله تر ښپو پورې د ګناهونو پۀ ګند کښې پراتۀ يو خو د دې باوجود زمکه نه شليږي، د اسمان نه کاڼې نۀ راوريږي۔۔۔!! دا د الله پاک راکړے شوے مهلت دے۔ * زمونږه پۀ وجود کښې رُوح موجود دے * ساه ګانې اخلو * درې وخته رزق راته ميلاؤيږي * د شپې ښه پۀ ارام اوده کيږو، دا ټول نعمتونه دي، زمونږه د ګناهونو باوجود مونږ ته راکړے کيږي، دا مهلت دے، مونږ له د دې مهلت نه فائده اخستل پکار ده، آه! زر۔۔۔!! ډير زر به ملک المَوت عَلَیْهِ السَّلَام تشريف راوړي، رُوح به رانه واخستے شي، زمونږه اخري سلګۍ به راشي او دا مهلت به ختم شي، بيا به هم ډير زر غسل راکوونکے راووغوښتلے شي، مونږ له به اخري غسل راکړے شي او کفن به راواغوستے شي، بيا به هم ډير زر تيارۀ قبر ته کوز کړے شو۔ بيا به مونږه توبه کول غواړو خو مهلت به ختم شوے وي، مونږ به نيک کارونه کول غواړو خو مهلت به راته نۀ راکړے کيږي، مونږ به واپس دُنيا ته د راتللو خواهش کوو خو دا خواهش به مو هم نۀ پوره کولے کيږي۔

مرګ د کوم ځائے نه کوم ځائے ته ورسولو

حُجَّةُ الاِسلَام حضرت امام محمد بن محمد بن محمد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکلي دي: د بني اسرائيلو يو مغروره کَس پۀ خپله بنده کمره کښې وو، ناڅاپه يو کَس کمرې ته راداخل شو او په هٰغه مغروره انسان باندي  ورغوټه شو، هٰغه مغروه کَس پۀ چغه ووئيل: تۀ څوک يـې؟ او تا له د دننه راتلو اجازت چا درکړو؟ هٰغه راتلونکي کَس ووئيل: ما له د دې کور مالِک اجازت راکړے دے او زۀ هغۀ يم کوم چې يو څوکيدار هم نشي منع کولے، ما ته د بادشاهانو نه هم د اجازت غوښتو ضرورت نۀ وي، نۀ ما د چا دبدبه ويرولے شي او نۀ زما