Book Name:Deen Ka Mazak Mat Banao
د دې آيت مبارک شانِ نزول څۀ داسې دے چې حضرت ابو بکر صِدِّيق، حضرت عمر فاروقِ اعظم او حضرت مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم پۀ يو ځائے تيريدل، هٰغه وخت د منافقانو سردار عبد الله بن اُبَي چرته د خپلو دوستانو سره ناست وو، هغۀ چې کله دا حضرات عالي وقار وليدل نو خپلو دوستانو ته يـې ووئيل: اوس وګورئ چې زۀ څنګه د دوئي نه بے وقوفه جوړووم (مَعَاذَ الله!)۔ دا يـې چې ووئيل نو زر د دې صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان خوا له راغلو، هٰغه بد بخته د منافقت اظهار کول شروع کړو * د حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ لاس يې ونيولو او اوئې وئيل: هر کلے! * تاسو جنابِ صِدِّيق يئ * د بنو تميم سردار يئ * شيخُ الاِسلام * د رسولِ اکرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يارِ غار * خپل سر او مال پۀ حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې قربانوونکي يئ * بيا هغۀ د حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ لاس ونيولو او اوئې وئيل: هر کلے! * تاسو د بنو عَدِّي سردار يئ * فاروق مو لقب دے * پۀ دِين کښې ډير مضبوط يئ * خپل سر او مال پۀ حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې قربانوونکي يئ * دغه شان هغۀ د حضرت علي المُرتضیٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هم د دروغو تعريفونه وکړه، پۀ دې باندې مولائے کائنات مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وفرمائيل: اے منافقه۔۔۔!! د الله پاک نه ويريږه او منافقت پريږده ولې چې منافقان د ټولو نه بدتر خلق دي۔ عبد الله بن اُبَي ډير ډاډه ووئيل: اے علي! تاسو داسې ولې وايئ؟ مونږه هم ستاسو پۀ شان ايمان قبول کړے دے۔ د دې خبرو نه پس حضراتِ صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان د هٰغه ځائے نه تشريف يوړلو، عبد الله بن اُبَي منافق د خپلو دوستانو خوا له لاړو او د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان بد او د خپل منافقت تعريفونه يـې شروع کړل۔ ([1]) پۀ دې باندې دا آيتونه نازل شو۔