Book Name:Deen Ka Mazak Mat Banao
وو، نو کله چې به منافقان د خپلو دغه شيطانانو سردارانو خوا له تلل نو
قَالُوۡۤا اِنَّا مَعَکُمۡ ۙ اِنَّمَا نَحۡنُ مُسۡتَہۡزِءُوۡنَ (۱۴)
(پارہ:1 ، سورۀ بقرہ:14)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: وائي مونږه تاسو سره يُو مونږ خو صرف ټوقې ټقالې کوو۔
يعنې اے دوستانو! زمونږه پۀ ظاهري سلوک مۀ دوکه کيږئ، مونږه خو د مسلمانانو نه د بے وقوفه جوړولو د پاره دا حرکتونه کوو، زمونږه زړونه ستاسو سره دي، د مسلمانانو سره دا ظاهري سلوک صرف دې د پاره دے چې مونږه د دوئي سره اوسو، د دوئي سره مالِ غنيمت حاصل کړو او د دوئي رازونه معلوم کړو او تاسو ته يـې بيان کړو۔ ([1])
اَللہُ اَکْبَر! د دې بد بختو جرأت ته وګورئ! * کلمه وائي خو د څۀ د پاره؟ د ټوقو پۀ توګه * قسمونه خوري او مسلمانانو له د خپل ايمان يقين ورکوي، د څۀ د پاره؟ د ټوقو پۀ توګه * خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ژوند تيرولو درس ورکوي، دا بد بخته يـې اوري خو څنګه؟ د ټوقو پۀ توګه * نـمونځونه کوي، څنګه؟ د ټوقو پۀ توګه * نور عبادتونه کوي، څنګه؟ د ټوقو پۀ توګه۔۔۔!! لَاحَوْلَ وَلَاقُوَّۃَ اِلَّا بِاللہ!
الله پاک دې د داسې بے دينه خلقو د شَر نه مونږه محفوظ کړي۔ دې بد بختو د دِين نه ټوقې جوړې کړې، الله پاک فرمائي:
اَللّٰہُ یَسۡتَہۡزِئُ بِہِمۡ وَ یَمُدُّھُمۡ فِیۡ طُغۡیَانِہِمۡ یَعۡمَہُوۡنَ (۱۵)
(پارہ:1 ، سورۀ بقرہ:15)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: الله به هغوئي ته د هغوئي د ټوقو ټقالو بدله ورکړي او (اوس) هغۀ دوئي ته مُهلت ورکوي چې دوئي پۀ خپله سرکشۍ كښې سرګردانه ګرځي۔
د قدرت قانون دے چې څوک کوم قِسم جُرم کوي، هغۀ له سزا هم هٰغه شان ورکولے کيږي، منافقانو (مَعَاذَ الله!) پۀ دِين پورې ټوقې وکړې نو الله پاک هغوئي له سزا هم هٰغه شان