Deen Ka Mazak Mat Banao

Book Name:Deen Ka Mazak Mat Banao

د ژبې مقابله نشي کولے نو زۀ به يـې څۀ وکړم؟ (دا هم د کُفر جُمله ده) ([1]) * دغه شان رشوت وغيره حرامې ګټې ته بعضې وخت پۀ ټوقو کښې وائي:

هٰذَا مِنْ فَضْلِ رَبِّیْ (ترجمهٴ کنزُ العِرفان: دا زما د رَبّ پۀ فضل سره دي ([2]))  دا هم د کُفر جمله ده * څوک چې ترينه د طبيعت پوښتنه وکړي نو بعضې پۀ بے باکۍ کښې وائي: نصْرٌمِّنَ اللهِ وَ ٹِّھیک دا هم د کُفر جمله ده چې پۀ دې کښې پۀ قرآني آيت: نَصْرٌ مِّنَ اللّٰهِ وَ فَتْحٌ قَرِیْبٌؕ- پورې ټوقې شوې دي۔ ([3]) * بعضې بے باکه زلمي وائي: ښه ده، دوزخ ته به لاړ شو  فلمي اداکاران خو به هم هلته وي، دا هم د کُفر جمله ده۔  داسې نورې ډيرې د کُفر جملې دي کومې چې پۀ ټوقو کښې وئيلے کيږي۔ الله پاک دې مونږه د داسې بے باکۍ نه محفوظ کړي۔

د شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت حضرت علّامه مولانا الياس عطّار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه ډير ښکلے کتاب دے: کفریہ کلمات کے بارے میں سُوال جواب۔ دا کتاب خو د هر کور بلکې د هر يو کَس ضرورت دے، پۀ دې کښې عام طور وئيلے کيدونکې داسې د ډيرو کُفريه  جُملو پۀ باره کښې معلومات دي۔ دا کتاب لازمي حاصل کړئ! دا ولولئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د ايمان د حفاظت ذهن به مو جوړ شي!

(3): د مهلت نه فائده واخلئ!

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د دې آيتونو مبارکو نه دريم سبق مونږ ته دا د زده کولو د پاره ميلاؤ شو چې الله پاک د منافقانو  سزا بيانوي ، فرمائي:

وَ یَمُدُّھُمۡ  فِیۡ طُغۡیَانِہِمۡ یَعۡمَہُوۡنَ (۱۵)

(پارہ:1 ، سورۀ بقرہ:15)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او (اوس) هغۀ دوئي ته مُهلت ورکوي چې دوئي په خپله سرکشۍ كښې سرګردانه ګرځي۔

معلومه شوه چې پۀ دې دُنيا کښې د ګناهونو او بدو باوجود مهلت ميلاؤيدل يوه سزا


 

 



[1]... کفریہ کلمات کے بارے میں سوال جواب، صفحہ:132 و135۔

[2]... پارہ:19، سورۂ نمل، آیت:40۔

[3]... کفریہ کلمات کے بارے میں سوال جواب، صفحہ:180 و 182 ملتقطاً۔