Deen Ka Mazak Mat Banao

Book Name:Deen Ka Mazak Mat Banao

نه څوک مغروره او سرکشه بچ کيدے شي۔ دا يـې چې واوريدل نو هٰغه مغروره کَس د ويرې نه پۀ رَپيدو شو او پړمخې راپريوتو، بيا يـې ډير پۀ ذلت سره سر راوچت کړو او اوئې وئيل: تاسو ملک المَوت عَلَیْهِ السَّلَام معلوميږئ؟ اوئې فرمائيل: آؤ! زۀ ملک المَوت يم۔ هغۀ عرض وکړو: آيا ما ته مهلت ميلاؤيدے شي  چې توبه وکړم او د نيکو وعده وکړم؟ اوئې فرمائيل: نۀ، ستا وخت پوره شوے دے۔ اوئې وئيل: ما به چرته بوځئ! اوئې فرمائيل: هٰغه ځائے ته چرته چې تا اعمال ليږلي دي او د هٰغه کور طرف ته کوم چې تا جوړ کړے دے۔ اوئې وئيل: افسوس چې ما نۀ څۀ نيکۍ مخکښې ليږلې دي او نۀ مې څۀ ښه کور جوړ کړے دے۔ ملک المَوت عَلَیْهِ السَّلَام وفرمائيل: بيا خو به تا د هٰغه لمبې وهوونکي وور طرف ته بوتللے شي کوم چې به ستانه ستا غوښه او پوستکے جدا کړي ۔ پۀ دې وئيلو ملک المَوت عَلَیْهِ السَّلَام د هغۀ رُوح قبض کړو او هغۀ مړ شو او راپريوتو۔ ([1])

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا زمونږ سره د مهلت ورځې دي، مونږ له د دې نه فائده اخستل پکار ده، هغوئي منافقان وو چې هغوئي ته مهلت ورکړے شو خو هغوئي ترينه فائده وانخسته بلکې پۀ غفلت او سرکشۍ کښې نور مخکښې لاړل، مونږه اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! مسلمانان يو، زمونږ پۀ زړونو کښې د اِيمان نُور موجود دے، مونږ له پکار دي چي د غفلت د خوب نه رابيدار شو، د مهلت د ورځو نه فائده واخلو، د ګناهونو نه رښتونې پخه توبه وکړو او بيا د پاره پۀ نيک کارونو کښې د ژوند د تيرولو پوره کوشش شروع کړو۔ الله پاک دې مونږ ټولو ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔

صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب!      صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد

نيک اعمال (Naik Amal) موبائل ايپلي کيشن

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د نيک جوړيدو او د نيکو عملونو زياتولو د پاره د دعوتِ


 

 



[1]... احیاء علوم الدین، کتاب ذکر الموت، باب الثالث فی سکرات الموت …الخ، جلد:4 ،  صفحہ:567 خلاصۃً۔