Book Name:Deen Ka Mazak Mat Banao
الله پاک فرمائي:
وَ اِذَا لَقُوا الَّذِیۡنَ اٰمَنُوۡا
(پارہ:1 ، سورۀ بقرہ:14)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او چې کله دوئي د ايمان والؤ سره مخامخ شي۔
يعنې دا بد بخته منافقان چې کله پۀ لاره د تلونکو يا داسې د رښتينو، پخو، مخلصه مسلمانانو سره ميلاؤيږي نو:
قَالُوۡۤا اٰمَنَّا ۚۖ
(پارہ:1 ، سورۀ بقرہ:14)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: وائي مونږ ايمان راوړے دے۔
دا هم د منافقانو د نفاق يو علامت دے، دې خلقو به بيا بيا قَسَمونه خوړل او خلقو له به يـې د خپل ايمان يقين ورکولو خو خلقو به د دوئي پۀ قَسَمونو يقين نۀ کولو خو پاخه، رښتيني، مخلصه مسلمانان چې د پوخ زړۀ نه ايمان راوړي، هغوئي ته چرې هم د داسې قَسَمونو د خوړلو، بيا بيا د خپل ايمان د يقين ورکولو ضرورت نۀ پيښيږي، د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکلي دي: خالص مشک د تعريف محتاجه نۀ وي، هم دغه شان مخلصه مسلمانانو ته د قَسَمونو خوړلو ضرورت نۀ پيښيږي، د هغوئي د ايمان نُور پخپله خپلې جلوې ښکاره کوي۔ ([1]) خير! دا منافقان وو کومو چې به د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان پۀ مخکښې د اِيمان اِظهار او اِقرار کولو خو
وَ اِذَا خَلَوۡا اِلٰی شَیٰطِیۡنِہِمۡ ۙ
(پارہ:1 ، سورۀ بقرہ:14)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او چې کله د خپلو شيطانانو سره يواځې شي۔
دلته د شيطانانو نه د دې منافقانو لوئي سرداران او هٰغه غير مسلمه مُراد دي، کوم چې د نورو پۀ ګمراه کولو کښې مصروف وو۔ ([2]) دا منافقان هم د هغوئي پۀ اِشارو باندې روان