Deen Ka Mazak Mat Banao

Book Name:Deen Ka Mazak Mat Banao

ورکړه۔ * دې بد بختو د دِين پۀ معامله کښې چالاکي وکړه، الله پاک پۀ هر ځائے کښې دوئي ذليله او رسوا کړل * پۀ دُنيا کښې د دوئي هيڅ عزت پاتې نشو * پۀ قبر کښې پۀ اخرت کښې به د سختې رسوايۍ سره مخ کيږي * دوئي پۀ ژبه باندې کلمه ووئيله او پۀ زړۀ کښې يـې کُفر پټ اوساتلو، لکه چې د دوئي ظاهر څۀ بَل څۀ او باطِن څۀ بَل څۀ دے، ځکه د دوئي سره د الله پاک معامله هم پۀ دُنيا کښې څۀ بَله ده او پۀ اخرت کښې به څۀ بَله وي * پۀ دُنيا کښې پۀ دوئي پسې پړے سسته کړے شو * پۀ ظاهره پۀ دوئي باندې ټول اِسلامي احکام جاري وو * نۀ دوئي جوماتونو ته د راتللو نه منع کړے شو * نۀ پۀ اِسلامي کارونو کښې د شرکت کولو نه دوئي منع کړے شو * د مرګ نه پس د کفن، دفن وغيره ټول اِسلامي احکام پۀ دوئي باندې جاري وو، د دې نه دوئي دا وګڼله چې زمونږه چالاکي ښه وچليدله خو چې کله قبر ته ورسيږي نو بيا به پۀ ژړا ژړا وائي چې آه! مونږه دوکه شو، مونږه څۀ ګڼل او پۀ ظاهره څۀ بَل څۀ وشو۔ ([1])

  الله پاک د منافقانو د دې سزا پۀ يو بَل ځائے کښې څۀ داسې ذِکر وکړو:

یَوۡمَ یَقُوۡلُ  الۡمُنٰفِقُوۡنَ وَ الۡمُنٰفِقٰتُ لِلَّذِیۡنَ اٰمَنُوا انۡظُرُوۡنَا نَقۡتَبِسۡ مِنۡ نُّوۡرِکُمۡ ۚ  قِیۡلَ ارۡجِعُوۡا وَرَآءَکُمۡ فَالۡتَمِسُوۡا نُوۡرًا ؕ فَضُرِبَ بَیۡنَہُمۡ بِسُوۡرٍ لَّہٗ  بَابٌ ؕ بَاطِنُہٗ  فِیۡہِ الرَّحۡمَۃُ وَ ظَاھِرُہٗ  مِنۡ  قِبَلِہِ  الۡعَذَابُ  (ؕ۱۳)

(پارہ:27 ، سورۀ حدید:13)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: پۀ کومه ورځ به چې منافقان سړي او منافقې ښځې مسلمانانو ته  وائي چې پۀ مونږه لګ نظر وکړئ چې مونږه ستاسو د نُور نه څۀ رڼـا حاصله کړو، وئيلے به شي: تاسو خپلې شا ته وګرځئ نو هلته نُور ولټوئ، پۀ دغه وخت کښې به د هغوئي پۀ مينځ کښې يو ديوال ودرولے شي چې پۀ هغې کښې به يوه دروازه وي چې د هغې دننه طرف ته به رحمت وي او د هغې د بهر طرف ته به عذاب وي۔


 

 



[1]... تفسیرِ نعیمی، پارہ:1 ، سورۂ بقرہ، زیرِ آیت:15 ، جلد:1 ، صفحہ:185 -186 خلاصۃً۔