Deen Ka Mazak Mat Banao

Book Name:Deen Ka Mazak Mat Banao

اسلامي I.T ډيپارټمنټ يو موبائل ايپلي کيشن جاري کړے دے، د کوم نوم چې نيک اعمال (Naik Amal) دے۔ دا ايپلي کيشن پۀ خپل موبائل کښې انسټال کړئ، پۀ دې ايپلي کيشن کښې د اسلامي وروڼو، اسلامي خوئيندو او طالب علمانو د پاره بيله، بيله رِساله موجوده ده * دا پۀ 6 مختلفو ژبو * انګلش * اُردو * هندۍ * بنګالۍ * ګجراتۍ او * سندهۍ کښې استعماليدے شي * پۀ دې کښې پۀ مختلفو نيک اعمالو باندې مشتمل سوالونه ورکړے شوي دي * د هر سوال لاندې 30 خانې دي، هره ورځ د خپلې خوښې څۀ وخت  مقرر کړئ او د خپلو اعمالو جائزه واخلئ، د دې مطابق ژوند تيروئ،   اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دې پۀ برکت به د ګناهونو نه د بچ کيدو او د نيکو کولو ذهن جوړيږي، د زړۀ صفا والے به مو نصيب کيږي او کردار به مو صفا سوترا، ښکلے کيږي۔

صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب!      صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد

راځئ چې د بيان پۀ اخره کښې يوه شرعي مسئله زده کړو:

صحيح څۀ دي؟

(د صحيح شرعي مسئلې يا پۀ خلقو کښې د پرتې غلط فهمۍ پۀ ګوته کول)

مسئله: پۀ کوم ځائے کښې چې مړي له غسل ورکړے شي نو پۀ هٰغه ځائے کښې ګرباتۍ يا موم باتۍ لګول ضروري نۀ دي۔

وضاحت: پۀ عوامو کښې مشهوره ده چې پۀ کوم ځائے کښې مړي له غسل ورکړے شي نو هلته تر څلويښتو ورځو پورې ګرباتۍ لګول پکار دي ، داسې نۀ ده۔ پۀ کوم ځائے کښې چې مړي له غسل ورکړے شي نو پۀ هٰغه ځائے کښې بغير د ضرورت نه د لږ سعت د پاره هم ګرباتۍ يا شمع وغيره لګول، بغير د څۀ وجهې مال ضائع کول دي، کوم چې جائز نۀ دي۔ ([1]) پۀ حديثِ پاک کښې دي: نَهَی النَّبِیُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عَن اِضَاعَةِ الْمَالِ يعنې رسولِ اکرم،


 

 



[1]... فتاویٰ اہلسنت، فتویٰ نمبر:724-Web، تاریخِ اِجْرا:20 ربیع الثانی 1444 ھ /16 نومبر 2022ء