Book Name:Sahaba Ke Iman Farooz Aqaid
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا دے د صحابۀ کرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوان ايمان۔۔۔!! زمونږه به هٰغه ايمان قبليږي، کله چې مونږه د صحابۀ کرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوان پۀ شان ايمان قبول کړو، ځکه مونږ له پکار دي چې مونږه پۀ الله پاک باندې، د هغۀ پۀ خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې، د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ ارشاداتو باندې هم داسې پوخ يقين وساتو، لکه څنګه چې پوخ يقين صحابۀ کرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوان لرلو۔
پۀ قرآنِ کريم کښې يو سُورت دے: سُورۀ مُنَافِقُون۔ پۀ دې مبارک سُورت کښې هم د منافقانو کارنامې بيان شوې دي، پۀ سُورۀ مُنَافِقُون کښې الله پاک د منافقانو يو عيب دا هم بيان کړے دے چې
وَ اِذَا قِیْلَ لَہُمْ تَعَالَوْا
(پارہ:28 ، سور ۂ منافقون:5)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او چې کله هغوئي ته ووئيلے شي چې راشئ
چرته راشئ۔۔۔؟ بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته۔ ولې راشئ۔۔۔؟ د پاره د دې چې
یَسْتَغْفِرْ لَکُمْ رَسُوْلُ اللّٰہِ
(پارہ:28 ، سورۂ منافقون:5)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: چې د الله رسول ستاسو د پاره بخښنه وغواړي۔
بے شکه چې د ګناهونو معافي هم د الله پاک د بارګاه نه ميلاؤيږي خو ميلاؤيږي د خوږ مصطفٰے (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) پۀ شفاعت باندې، منافقانو ته وئيلے کيږي چې اے منافقانو! راشئ! زما د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د رحمت د لمنې طرف ته راشئ، هغۀ رَحمةٌ لِّلعَالَمِين دے، ستاسو شفاعت به وکړي، ستاسو د پاره به د بخښنې دُعا وکړي، د دې پۀ برکت باندې به الله پاک ستاسو ګناهونه اوبخښي۔ بيا دا څومره زبردسته موقع وه، چې منافقان راغلے وے، د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د رحمت پۀ لمن کښې يـې پناه اخستې وے نو د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شفاعت حصه دار به جوړ شوي وو،