Sahaba Ke Iman Farooz Aqaid

Book Name:Sahaba Ke Iman Farooz Aqaid

ګناهونه به يـې بخښلے شوي وو او د جنَّت حقدار به جوړ شوي وو خو دا منافقان وو، دوئي ته چې به کله ووئيلے شو چې راشئ! بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته راشئ! نو دوئي به څۀ کول:

لَوَّوْا رُءُوْسَہُمْ وَ رَاَیْتَہُمْ یَصُدُّوْنَ وَ ھُمْ مُّسْتَکْبِرُوْنَ (۵)

(پارہ:28 ، سور ۂ  منافقون:5)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو هغوئي خپل سرونه تاؤ کړي او تاسو به هغوئي وينئ چې پۀ تکبر سره مخونه اړوي۔

يعنې بد بخته د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شفاعت نۀ مني، د خوږ مصطفٰے  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ لمن کښې ځان نۀ ځائے کوي، چې کله هغوئي د دې پاکې بارګاه طرف ته راوبللے شي نو خپل سرونه بل اړخ ته تاؤ کړي (او اے مسلمانانو!) تاسو به هغوئي وينئ چې د رسولِ اکرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ بارګاه کښې د حاضرۍ نه پۀ تکبر کولو سره مخونه اړوي۔ ([1])

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا د منافقانو ايمان دے۔۔۔!! دا مَردُود ايمان دے۔ بيا لږ د صحابۀ کرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوان د ايمان شان ته وګورئ! د صحابۀ کرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوان دا مستقل عادت وو چې کله به د يو صحابي رَضِیَ اللهُ عَنْہُ نه څۀ خطا وشوه نو پۀ هٰغه خطا باندې به کلک نۀ ودريدلو، فوراً به بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته حاضريدلو او د شفاعت سوال به يـې کولو * يو ځل د يوې صحابيه رَضِیَ اللهُ عَنْہا نه څۀ خطا وشوه، هغۀ بارګاهِ رسالت   صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته حاضره شوه او عرض يـې وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! طَهِّرنِی يعنې اے د الله رسوله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! ما پاکه کړئ! ([2]) * د يو صحابي رَضِیَ اللهُ عَنْہُ نه چې څۀ خطا وشوه نو هغوئي د پښيمانتيا پۀ جوش کښې ځان پۀ ستَنه پورې وتړلو، تر 7 ورځو پورې هلته تړلے وو، هغوئي دا لوظ کړے وو چې رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 


 

 



[1]... تفسیر صراط الجنان، پارہ:28 ، سورۂ منافقون، زیرِ آیت:5 ،جلد:10 ، صفحہ:165  ماخوذًا۔

[2]... مسلم، کتاب الحدود ، باب من اعترف علی نفسہ و بالزنی، صفحہ:672 ، حدیث:1695۔