Sahaba Ke Iman Farooz Aqaid

Book Name:Sahaba Ke Iman Farooz Aqaid

خُدا، اَحمدِ مجتبیٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نوراني مزار ته حاضر شو او عرض يـې وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! ستاسو اُمَّت هلاکيږي، ځکه د باران دُعا وکړئ!

الله! الله!

فریاد اُمَّتی جو کرے حالِ زار میں                                             ممکن  نہیں  کہ خیرِ  بشر  کو  خبر  نہ ہو([1])

صحابئ رسول رَضِیَ اللهُ عَنْہُ پۀ بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کښې خواست پيش کړے وو، نو سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغوئي ته پۀ خوب کښې تشريف راوړلو او اوئې فرمائيل: عمرِ فاروق (رَضِیَ اللهُ عَنْہُ) ته زما سلام ووايۀ! او دا ورته هم ووايۀ چې باران به کيږي۔ ([2])

اُمّت کے حال سے وہ آگاہ ہر گھڑی ہیں خوابوں میں آ رہے ہیں، بگڑی بنا رہے ہیں

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د دې حديثِ پاک نه دا معلومه شوه چې د صحابۀ کرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوان هٰغه د کمال ايمان کوم چې تر قيامته پورې د راتلونکو د پاره معيار ګرځولے شوے دے، پۀ دې مبارک ايمان کښې دا عقيده هم شامله وه، د کومې چې ډيره ښکلې ترجماني اعلیٰ حضرت، امامِ اهلِسُنَّت امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه کړې ده، ليکلي يـې دي:

تُو زِندہ ہے وَاللہ! تُو زِندہ ہے وَاللہ!                            مرے چشمِ عالَم سے چُھپ جانے والے([3])

صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب!                                                                              صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد

د صحابۀ کرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوان ايمان تازه کوونکې اداګانې

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د صحابۀ کرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوان ايمان کوم چې زمونږ د پاره معيار دے، پۀ دې کښې نورې هم ډيرې عقيدې شاملې دي، پۀ کومو باندې چې نن هم اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! عاشقانِ رسول قائم دي او اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! هُم تر قيامته پورې به پرې قائم وي۔


 

 



[1]... حدائقِ بخشش، صفحہ:130۔

[2]... مصنفِ ابنِ ابی شیبہ ، جلد:7 ، صفحہ:482 ، حدیث:35 ، وفاء الوفاء، جلد:2 ، جز:4، صفحہ:195 ملتقطًا۔

[3]... حدائقِ بخشش ، صفحہ:158۔