Book Name:Sahaba Ke Iman Farooz Aqaid
مثلاً * صحابۀ کرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوان به خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مشکل کُشَا ګڼلو، هغوئي ته به چې کله هم څۀ مشکل راپيښيدلو نو بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته به حاضريدل، پۀ جنګ کښې د يو صحابي رَضِیَ اللهُ عَنْہُ لاس کټ شو، هغوئي بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته حاضر شو، مالِک او مختار نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغوئي لاس روغ کړو ([1]) * د يو صحابي رَضِیَ اللهُ عَنْہُ د سترګې ګاټے راووتلو، هغۀ د خپلې سترګې ګاټے راوړلو او بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته حاضر شو، سرکارِ ذي وقار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغوئي سترګه ټيک کړه ([2]) * هم دغه شان به صحابۀ کرامو رَضِیَ اللهُ عَنْہُ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خير او د برکت سبب منلو، چې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به اودس کولو نو صحابۀ کرام عَلَیْہِمُ الرِّضْوان به د اودس د اوبو د څښلو د پاره منډې وهلې، هغۀ به يـې پۀ لاسونو کښې راخستلې او پۀ خپلو مخونو باندې به يـې مږلې ([3]) * د حضرت اُمِّ سلمه رَضِىَ اللهُ عَـنْها سره د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم موئے مبارک (يعنې ويښته مبارک) وو، پۀ مدينه منوره کښې چې به کله څوک بيمار شو نو پۀ لوښي کښې به يـې اوبه راخستلې او د هغې پۀ خدمت کښې به حاضريدلو، حضرت اُمِّ سلمه رَضِىَ اللهُ عَـنْها به ويښته مبارک پۀ لوښي کښې کيښودلو، بيا به يـې راويستلو، صحابۀ کرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوان به دغه اوبه څښلې او شفا به يـې موندله ([4]) * دغه شان به صحابۀ کرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوان رسولِ خُدا، احمدِ مجتبیٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مالِک او مختار هم منلو، د جنَّت مالِک به يـې هم منلو، ځکه خو به يـې د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه د جنَّت سوال کولو۔
خير! د کلام خُلاصه دا ده چې الله پاک فرمائي: