Book Name:Sahaba Ke Iman Farooz Aqaid
فرمائيلي دي: مونږ ته حکم راکړے شوے دے چې لَا نَکُفَّ ثَوباً مونږه جامې نۀ راغونډوو ([1]) * بعضې وخت د رکوع نه پۀ ودريدو کښې يا د سجدې نه د قيام طرف ته د تللو نه پس جامې پۀ بدن پورې ونښلي، دا د لږ شان عمل پۀ ذريعه پۀ راخلاصولو کښې هيڅ باک نشته خو دا عمل پۀ يو لاس پۀ اسانۍ سره کيدے شي ځکه بغير د ضرورت نه به دواړه لاسونه استعمالول مکروهِ تنزيهي وي۔ ([2])
الله پاک دې مونږ ته د صحيح اِسلامي احکامو د زده کولو او پۀ هغې باندې د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد
د اَسمَاءُ الـحُسنیٰ برکتونه (وظيفه)
يَا فَتَّاحُ
څوک چې د نـمونځ نه پس دواړه لاسونه پۀ سينه باندې کيږدي او 70 کرته يَافَتَّاحُ ولولي نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د هغۀ د زړۀ نه به زنګ او خِيرے لرې شي۔
الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔
صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد