Book Name:Sahaba Ke Iman Farooz Aqaid
به پۀ خپلو مبارکو لاسونو باندې ما پرانزي نو ټيک ده ګنې هم دلته به تړلے يم۔ اخر خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف راوړلو او پۀ خپلو د رحمت نه ډکو مبارکو لاسونو باندې يـې هغوئي پرانستل۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! دا دے د صحابه کرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوان ايمان۔۔۔!! معلومه شوه چې صحابۀ کرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوان دا پوخ ايمان او يقين لرلو چې زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ګنهګارانو شفاعت کوونکے دے، هم دا هٰغه دَر دے چرته چې د ګناهونو د ګند نه پاک والے نصيب کيږي۔ اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه څۀ ښه وئيلي دي:
چور حاکِم سے چُھپا کرتے ہیں یاں اس کے خلاف تیرے دامن میں چُھپے چور انوکھا تیرا([2])
هم دا هٰغه عقيده ده، د کومې بيان چې پۀ قرآنِ کريم کښې هم موجود دے: پۀ پينځمه سيپاره، سورۀ نِسَآء، آيت: 64 کښې دي:
وَ لَوْ اَنَّہُمْ اِذْ ظَّلَمُوْۤا اَنْفُسَہُمْ جَآءُوْکَ فَاسْتَغْفَرُوا اللّٰہَ وَ اسْتَغْفَرَ لَہُمُ الرَّسُوْلُ لَوَجَدُوا اللّٰہَ تَوَّابًا رَّحِیْمًا (۶۴)
(پارہ:5 ، سورۀ نساء:64)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او که کله هغوئي پۀ خپلو ځانونو ظُلم کړے وو نو اے حبيبه! ستا پۀ بارګاه کښې به حاضر شوي وے بيا به يـې د الله نه معافي غوښتې وے او رسول (هُم) د هغوئي د بخښنې دُعا کړې وے نو ضرور به يـې الله ډير توبه قبلوونکے، مهربانه موندلے۔
مجرم بلائے آئے ہیں جَاءُوْکَ ہے گواہ پھر رَدّ ہو کب یہ شان کریموں کے در کی ہے([3])
وضاحت: د قرآنِ پاک حُکم دے چې ” اے محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! چې کله هغوئي پۀ خپلو ځانونو باندې ظلم وکړي نو ستاسو دَر ته دې حاضر شي“ دا حکم ګواه دے