Book Name:Sahaba Ke Iman Farooz Aqaid
پۀ دې آيت مبارک کښې د منافقانو يو څو عيبونه بيان شول: (1): دا منافقان بيخي جاهلان دي (2): بے وقوفه هم دي چې د دوئي سره د عقل دولت نشته (3): د دوئي بے وقوفي پۀ دوئي باندې دومره غالبه شوې ده چې د الله پاک پۀ نيکانو، مقبول بنده ګانو پورې ټوقې کوي او هغوئي ته پۀ ردو بدو وئيلو هم بالکل نۀ شرميږي (4): او يو لوئي عيب دا دے چې د دوئي پۀ زړونو کښې ايمان نشته، چې کله دوئي ته د مقبولو خلقو پۀ شان د ايمان قبلولو ووئيلے شي نو دوئي د ايمان قبلولو پۀ ځائے اُلټا د نيکانو خلقو بد بيانول شروع کړي۔ دا د منافقانو يو څو عيبونه دي کوم چې دلته بيان شول، راځئ چې آيت مبارک واورو او پۀ هغې باندې د ځان پوهه کولو کوشش وکړو۔
الله پاک ارشاد فرمائي:
وَ اِذَا قِیْلَ لَہُمْ
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او کله چې هغوئي ته ووئيلے شي۔
څۀ ووئيلے شي۔۔۔؟
اٰمِنُوْا
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: ایمان راوړئ۔
څنګه ايمان۔۔۔؟
کَمَاۤ اٰمَنَ النَّاسُ
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: څنګه چې نورو خلقو ايمان راوړے دے۔
صحابئ رسول، سلطانُ المُفَسِّرين حضرت عبد الله بن عباس رَضِیَ اللهُ عَنْہما فرمائي: دلته د اَلنَّاس نه مُراد صحابۀ کرام عَلَیْہِمُ الرِّضْوان دي۔ ([1]) يعنې منافقانو ته وئيلے کيږي چي: اے منافقانو! ستاسو دا ايمان مقبول نۀ دے، مَردُود دے * ايمان داسې قبول کړئ لکه څنګه