Book Name:Sahaba Ke Iman Farooz Aqaid
ګستاخۍ کولو ته لوبې ټوقې وائي۔ (اَستَغفِرُ الله۔۔۔!!)
خير! د دې آيت مبارک او د دې د شانِ نزول نه معلومه شوه چې دا د منافقانو مردود اِيمان وو، هغوئي به ګڼله چې د الله پاک خزانه محدود ده، هغۀ خپل محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم له د غيبو عِلم هم نشي ورکولے (مَعَاذَ الله!)۔ بيا د دې اُلټا د صحابۀ کرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوان مقبول ايمان بلکې هٰغه اعلیٰ ترين ايمان ته وګورئ کوم چې تر قيامته پورې د راتلونکو د پاره معيار ګرځولے شوے دے۔
څۀ چې شوي دي، څۀ چې به کيږي، حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ترينه خبر دے
پۀ بُخاري شريف کښې دي: د مسلمانانو دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللهُ عَنْہُ فرمائي: يوه ورځ رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زمونږه ترمينځه ودريدلو او د مخلوق د پيدائش نه تر د جنَّت والؤ جنَّت ته او د دوزخ والؤ دوزخ ته د رسيدو پورې يـې هر څۀ بيان کړل۔ ([1])
اَللہُ اَکْبَر! دا دے د صحابۀ کرامو رَضِیَ اللهُ عَنْہم ايمان۔۔۔!! دا هٰغه عقيده ده، هٰغه د کمال ايمان دے کوم چې تر قيامته پورې د راتلونکو د پاره معيار ګرځولے شوے دے، د دې نه معلومه شوه چې د صحابۀ کرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوان دا پخه عقيده وه چې الله پاک د خپل محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د پاره د غيبو خزانې پرانستې دي، څۀ چې شوي دي او څۀ چې به تر قيامته پورې کيږي، د دې هر څۀ عِلم رَبِّ کائنات خپل محبوبِ ذي وقار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته عطا کړے دے۔
(4): تۀ ژوندے يـې وَ الله! تۀ ژوندے يـې وَ اللہ...!!
پۀ مصنَّف اِبنِ اَبِي شَيبه کښې حديثِ پاک دے، د مسلمانانو د دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللهُ عَنْہُ خلافت وو، يو ځل تر ډير ورځو پورې باران اونشو، قحط شو، پۀ دې موقع باندې يو صحابي حضرت بلال بن حارث مُزني رَضِیَ اللهُ عَنْہُ د خوږ آقا، رسولِ