Sahaba Ke Iman Farooz Aqaid

Book Name:Sahaba Ke Iman Farooz Aqaid

چې مجرمان د هغوئي در ته پخپله نۀ دي راغلي، هغوئي رابللے شوي دي، د دې باوجود چې مجرمان نا مُراده واپس کړے شي دا د کرم والؤ شان نۀ دے، ځکه چې کوم مجرم هم دې دَر ته راځي نو د زړۀ مُراد به بيامومي۔

صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب!                                        صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد

(3): عقيدۀ صحابه ،علمِ غيبِ مصطفٰے

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د منافقانو د مردود ايمان يو بل مثال واورئ! پۀ لسمه سيپاره، سورۀ توبه، آيت: 65 کښې اِرشاد دے:

لَا  یَجِدُوْا فِیْۤ  اَنْفُسِہِمْ حَرَجًا  مِّمَّا قَضَیْتَ  وَ یُسَلِّمُوْا  تَسْلِیْمًا (۶۵)

 

(پارہ:10 ، سورۀ توبه:65)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او اے حبيبه! که تاسو د هغوئي نه تپوس وکړئ نو وائي به چې مونږه خو هسې پۀ ټوقو او لوبو کښي وو۔

دا آيت مبارک د غزوۀ تبوک پۀ موقع باندې نازِل شو، تفسيرِ طِبري کوم چي د تفسير پۀ کتابونو کښې د ټولو نه معتبر تفسير دے، پۀ دې کښې دي: اِمام مجاهد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د غزوۀ تبوک پۀ موقع باندې د يو کَس نه اوښه ورکه شوه، د هغۀ لټون جاري وو، پۀ دې باندې د غيبو نه خبر نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د غيبو خبر ورکړو او اوئې فرمائيل: اوښه پۀ فلانکي ځائے کښې ده۔

دا يـې چې واوريدل نو يو منافق بد بخته ووئيل: مُحَمَّد (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) وائي چې د فلانکي اوښه پۀ فلانکي ځائے کښې ده، نو د مُحَمَّد (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) سره د غيبو عِلم د کوم ځائے نه راغلو؟ ([1]) پۀ دې موقع باندې دا آيت مبارک نازِل شو او ووئيلے شو چې اے محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! که تاسو د هغوئي نه پوښتنه وکړئ چې تاسو داسې خبره ولې وکړه نو هغوئي به وائي چې مونږ خو بس پۀ ټوقو او لوبو کښي وو۔

لَاحَوْلَ وَلَا قُوَّۃ اِلَّا بِاللہ...!! د دې بد بختو جرأت ته خو وګورئ چې د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 


 

 



[1]... تفسیرِ طبری، پارہ:10 ، سورۂ توبہ ، زیرِ آیت:65 ، جلد:6 ، صفحہ:410۔