Sahaba Ke Iman Farooz Aqaid

Book Name:Sahaba Ke Iman Farooz Aqaid

ځان نه د درې چنده لوئي لښکر سره جنګ کوي، دوئي د دوئي دِين دوکه کړي دي، دوئي به پۀ دې جنګ کښې فتح حاصله نکړے شي۔

دا ده د منافقانو بے يقيني۔۔۔!! الله پاک د فتح وعده فرمائيلې ده خو منافقان بے ايمانه وو، د دې بد بختو د الله کريم پۀ وعده باندې هم يقين نۀ راتللو، بل طرف ته د صحابۀ کرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوان يقين ته وګورئ! چې کله خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ يو ځائے کښې ودريدل  او د صحابۀ کرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوان سره يـې مشوره وکړه نو صحابۀ کرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوان پۀ ډير يقين او پوخ ايمان سره عرض وکړو: اے د الله پاک اخري نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! (د بدر ميدان خو دا دے) که تاسو وفرمايئ نو مونږه سمندر ته کوزيدو ته هم تيار يو۔ ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! دا دے کامِل اِيمان۔۔۔!! چا شاعِر څۀ ښه وئيلي دي:

تھے ان کے پاس دو گھوڑے، چھ زرہیں، آٹھ شمشیریں

پلٹنے آئے تھے یہ لوگ دُنیا بھر کی تقدیریں

نہ تیغ و تیر پر تکیہ، نہ خنجر پر نہ بھالے پر

بھروسا   تھا   تو   اِک   سادی   سی   کالی   چادر   والے   پر

صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب!                                        صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد

د حضرت جابِر رَضِیَ اللهُ عَنْہُ قرض څنګه ادا شو۔۔۔؟

حضرت جابِر رَضِیَ اللهُ عَنْہُ صحابئ رسول دے، د هغوئي والدِ محترم چې وفات شو نو پۀ هغوئي باندې ډير قرض وو، بيا قرض دارو د حضرت جابِر رَضِیَ اللهُ عَنْہُ نه قرض وغوښتو، د حضرت جابِر رَضِیَ اللهُ عَنْہُ د کجورو يو باغ وو، دومره امدن يـې نۀ وو چې قرض يـې ادا کړے وے۔ بل طرف ته قرض دارو قرض غوښتلو۔ ([2])


 

 



[1]... شرح الزرقانی ، باب غزوۃ بدر الکبریٰ ، جلد:2 ، صفحہ: 268 ۔

[2]... بخاری، کتاب الصلح ، باب الصلح بین الغرماء…الخ، صفحہ:699 ، حدیث:2709۔