Sahaba Ke Iman Farooz Aqaid

Book Name:Sahaba Ke Iman Farooz Aqaid

پکښې پاتې هم شوې۔ ([1])

قسمت میں لاکھ پیچ ہوں، سو بل، ہزار کج                                     یہ ساری گتھی اِک تری سیدھی نظر کی ہے

وضاحت: پۀ قِسمت کښې اګر که مشکلات، پريشانۍ، مصيبتونه وي خو اے خوږه محبوبه! اے زما مشکل کُشَا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! ستاسو د کرم پۀ يو نظر ټولې مسئلې حل کيږي۔

د قرض د ادا کولو نه پس حضرت جابِر رَضِیَ اللهُ عَنْہُ مسجدِ نبوي شريف ته حاضر شو، د ماښام نـمونځ يـې هلته ادا کړو۔ بيا دلته وګورئ چې د صحابۀ کرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوان ايمان او پۀ رسولِ اکرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې يقين څومره پوخ وو، د بُخاري شريف الفاظ دي، حضرت جابِر رَضِیَ اللهُ عَنْہُ چې کله دا واقعه حضرت ابو بکر صِدِّيق او حضرت فاروقِ اعظم رَضِیَ اللهُ عَنْہما ته بيان کړه نو هٰغه دواړو حضراتو ډير ايمان تازه کوونکے جواب ورکړو چې اے جابره! کله چې رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف يوړلو نو مونږ ته هٰغه وخت پته لګيدلې وه چې اوس به د جابِر ټوله قرضه ختمه  شي۔ ([2])

اَللہُ اَکْبَر! دا دے د صحابۀ کرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوان ايمان۔۔۔!! لا معجزه ښکاره شوې نۀ ده، بس نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل خوږ صحابي رَضِیَ اللهُ عَنْہُ د مشکل حل کولو د پاره تشريف وړے دے، د حضرت ابو بکر او د حضرت عمر رَضِیَ اللهُ عَنْہما دومره پوخ يقين وو چې پوهه شول  چې اوس چې حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف وړے دے نو د دُنيا هيڅ يو طاقت هم د جابِر رَضِیَ اللهُ عَنْہُ د قرض پۀ ختمولو  کښې خنډ [يعنې رکاوټ] نشي جوړيدے۔ لکه چې د دې اوچتې مرتبې د حضراتو دا عقيده وه چې

کام جو اُن سے ہوا پُورا ہوا                                                                                                     اُن کی جو تدبیر ہے، تقدیر ہے

صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب!                                        صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد


 

 



[1]... بخاری، کتاب الصلح ، باب الصلح بین الغرماء…الخ، صفحہ:699 ، حدیث:2709۔

[2]... بخاری، کتاب الصلح ، باب الصلح بین الغرماء…الخ، صفحہ:699 ، حدیث:2709۔