Book Name:Sahaba Ke Iman Farooz Aqaid
(اَللہُ اَکْبَر! د صحابۀ کرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوان شان هم ځانګړے دے، بيا وګورئ چې د مشکل کشايۍ(مشکل اسانولو) پۀ باره کښې د صحابۀ کرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوان عقيده څۀ وه) پۀ حضرت جابِر رَضِیَ اللهُ عَنْہُ باندې مشکل وخت راغلو، د بُخاري شريف حديثِ پاک دے: حضرت جابِر رَضِیَ اللهُ عَنْہُ د مشکل کُشا نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خدمت مبارک کښې حاضر شو۔ ([1]) (معلومه شوه چې صحابۀ کرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوان هم دا منله چې)
مشکل جو سَر پہ آ پڑی، تیرے ہی نام سے ٹلی مشکل کُشَا ہے تیرا نام تم پر درود اور سلام
خير! پۀ بُخاري شريف کښې دي: حضرت جابِر رَضِیَ اللهُ عَنْہُ پۀ بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کښې حاضر شو، خپل مشکل يـې عرض کړو، د بے وَسو مددګار، سرکارِ عالي وقار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: جابِره! د باغ کجورې راوشوکوه ، هغه راجمع کړه او ډيرے ترينه جوړ کړه، بيا ما ته ووايۀ۔ حضرت جابِر رَضِیَ اللهُ عَنْہُ باغ ته لاړو، کجورې يـې راوشوکولې، ډيرے يـې جوړ کړو او پۀ بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کښې حاضر شو، عرض يـې وکړو: جانِ ايمان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! د کجورو ډيرے مې جوړ کړے دے۔ د دواړو جهانو سردار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل عاشق د مشکل حل کولو د پاره روان شو، باغ ته يـې تشريف يوړلو فَدَعَا بِالْبَرَکَۃِ د کجورو د ډيري خوا له يـې تشريف يوړلو او د برکت دُعا يـې وکړه او حضرت جابِر رَضِیَ اللهُ عَنْہُ ته يـې وفرمائيل: اے جابِره! قرض داري راووغواړه او پۀ قرض کښې کجورې ورکول شروع کړۀ۔۔۔!!
دا يـې چې وفرمائيل نو سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم واپس تشريف يوړلو، حضرت جابِر رَضِیَ اللهُ عَنْہُ د کجورو پۀ تقسيمولو لاس پورې کړو، پۀ ظاهره خو کجورې کمې وې او قرض ډير وو خو د برکت د سبب نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دُعا پۀ برکت پۀ هٰغه لږو شان کجورو باندې ټول قرض هم ادا شو بلکې ډيرې کجورې