Book Name:Sahaba Ke Iman Farooz Aqaid
اَلَاۤ اِنَّہُمْ ھُمُ السُّفَہَآءُ وَ لٰکِنْ لَّا یَعْلَمُوْنَ (۱۳)
(پارہ:1 ، سورۀ بقرہ:13)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بے شکه هم دا خلق بے وقوفه دي خو دوئي نۀ پوهيږي۔
دا دے د صحابۀ کرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوان شان مبارک۔۔۔!! منافقان بد بخته چې د هغوئي ګستاخي وکړي نو رَبِّ کريم پخپله دغه ګستاخانو له جواب ورکوي:
دو عالم نہ کیوں ہو نثارِ صحابہ کہ ہے عرش منزل وقارِ صحابہ
امیں ہیں یہ قرآن و دینِ خدا کے مدارِ ہُدیٰ اعتبارِ صحابہ
خلافت، امامت، ولایت،کرامت ہر اک فضل پر اقتدارِ صحابہ
نمایاں ہے اسلام کے گلستاں میں ہر اک گل پہ رنگ ِ بہارِ صحابہ
*-*-*-*
هر صحابيِ نبي! جَنَّتي جَنَّتي ټولې صحابِيانې هُم! جَنَّتي جَنَّتي
څلور ياران د نبي! جَنَّتي جَنَّتي والدين د نبي جَنَّتي جَنَّتي
هره بي بي د نبي جَنَّتي جَنَّتي
صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد
د آيت مبارک نه ميلاؤيدونکي نصيحتونه
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا يو آيت مبارک د کوم د اوريدو چې مونږه سعادت حاصل کړو، د دې نه مونږ ته يو څو سبقونه د زدکړې د پاره ميلاؤ شو:
(1): صحابۀ کرام عَلَیْہِمُ الرِّضْوان د اِيمان معیار دي
وړومبے سبق خو دا ميلاؤ شو چې د صحابۀ کرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوان ګستاخي کول د منافقانو کار دے، د ايمان والا چرې هم داسې جرأت نشي کولے، دويم سبق دا ميلاو شو چې تر قيامته پورې د راتلونکو ټولو مسلمانانو د پاره صحابۀ کرام عَلَیْہِمُ الرِّضْوان معيار دے۔ اِيمان