Book Name:Sahaba Ke Iman Farooz Aqaid
به هم هٰغه مقبول وي کوم چې د صحابۀ کرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوان د ايمان پۀ شان وي، هٰغه ايمان کوم چې د صحابۀ کرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوان د ايمان نه مختلف وي نو هٰغه ايمان مقبول نۀ بلکې مردود دے۔ الله پاک پۀ يو بل ځائے کښې فرمائيلي دي:
فَاِنْ اٰمَنُوْا بِمِثْلِ مَاۤ اٰمَنْتُمْ بِهٖ فَقَدِ اهْتَدَوْا ۚوَ اِنْ تَوَلَّوْا فَاِنَّمَا هُمْ فِیْ شِقَاقٍ ۚ
(پارہ:1 ، سورۀ بقرہ:137)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بيا که هغوئي هُم داسې ايمان راوړي څنګه چې تاسو ايمان راوړے دے نو بيا خو هغوئي هدايت وموندلو او که مخ واړوي نو هغوئي صرف پۀ مخالفت کښې پراته دي۔
يعنې اے د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صحابۀ کرامو [عَلَیْہِمُ الرِّضْوان]! تاسو د ټولو پيريانو او د انسانانو د ايمان معيار يئ، تر قيامته پورې چې کوم يو پيرے يا کوم يو انسان ستاسو پۀ شان ايمان راوړي، ما (يعنې الله پاک)، زما رسولان، زما کتابونه داسې اومني لکه څنګه چې تاسو منلي دي نو بيا هغوئي پۀ هدايت باندې دي او که هر څۀ اومني خو ستاسو پۀ شان يـې اونه مني نو هم ګمراه به پاتې شي۔ ([1])
قرآن کی تفسیر صحابہ کے عقائد ایمان کی تنویر صحابہ کے عقائد
واللہ! انہیں رہبرِ کونین سمجھئے عرفان کی تاثِیر صحابہ کے عقائد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دلته بعضې خلق وائي: مونږ خو هيڅ هم نۀ يو، نۀ مونږه سُنيان يو، نۀ څۀ بل څوک، نۀ مونږه د يزيد طرف ته يو او نۀ د امام حُسَين رَضِیَ اللهُ عَنْہُ طرف ته يو، مونږ خو صِرف مسلمانان يو۔ ياد ساتئ چې دا خبره چې د کوم سوچ او د کومې نظريې لاندې کولے شي، هٰغه سوچ صحيح نۀ دے۔ مونږ به خو يقيناً چې مسلمانان جوړيږو خو پۀ مسلمان جوړيدو کښې هم د صحابۀ کرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوان پۀ نقشِ قدم باندې تلل دي، وګورئ چې د منافقانو نه هم دغه غوښتنه وشوه: