Sahaba Ke Iman Farooz Aqaid

Book Name:Sahaba Ke Iman Farooz Aqaid

چې صِدِّيقِ اکبر رَضِیَ اللهُ عَنْہُ قبول کړو * ايمان داسې قبول کړئ لکه څنګه چې فاروقِ اعظم رَضِیَ اللهُ عَنْہُ قبول کړو * داسې ايمان راوړئ لکه څنګه چې عثمانِ غني، مولیٰ علي رَضِیَ اللهُ عَنْہما ايمان راوړو * که واقعي رښتوني پاخۀ ايمانداره جوړيدل غواړئ نو د صحابۀ کرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوان پۀ شان ايمان قبول کړئ۔۔۔!!

اوس وګورئ چې يوه ده د منافقانو هٰغه کلمه لوستل د کومې پۀ وجه چې هغوئي د جنَّت د حقدار جوړيدو پۀ ځائے، اُلټا د دوزخ حقدار جوړ شول او دويم دے دا ايمان د کوم چې د هغوئي نه غوښتنه کيږي، هغوئي له پکار وو چې فوراً يـې دا نصيحت قبول کړے وے خو هغوئي بد بخته وو:

قَالُوْۤا اَنُؤْمِنُ کَمَاۤ اٰمَنَ السُّفَہَآءُ ؕ

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو وائي: آيا مونږه د بے وقوفو پۀ شان ايمان راوړو؟

 اَللہُ اَکْبَر! د دې بد بختو جرأت ته وګورئ! * هٰغه صحابۀ کرام عَلَیْہِمُ الرِّضْوان د چا سره چې الله پاک د جنَّت وعده وفرمائيله * څوک چې د الله پاک نه راضي دي او الله پاک د هغوئي نه راضي دے * هٰغه صِدِّيق او فاروق (رَضِیَ اللهُ عَنْہما) چا ته چې رسولِ اکرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خپل وزيران وفرمائيلو * هٰغه عثمانِ غني رَضِیَ اللهُ عَنْہُ څوک چې د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د جنَّت ملګرے دے * هٰغه مولیٰ علي رَضِیَ اللهُ عَنْہُ چا ته چې د ټولو مسلمانانو د مولیٰ کيدلو شرف حاصل دے، دا بد بخته منافقان د هٰغه خوش قِسمته صحابۀ کرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوان د پاره څنګه ژبه استعمالوي۔

خو د صحابۀ کرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوان مقام داسې نۀ دے چې هر کس او نا کَس دې هغوئي ته بدې ردې وائي او د هغې نوټس دې وانخستے شي، دا صحابۀ کرام عَلَیْہِمُ الرِّضْوان دي، د الله پاک او د هغۀ د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ډير خوښ دي، چې کله منافقانو داسې بکواس خبره وکړه نو الله کريم وفرمائيل: