Book Name:Sahaba Ke Iman Farooz Aqaid
پۀ دې آيت مبارک کښې د دوه قِسمه اِيمان ذِکر شوے دے، يو اِيمان هٰغه دے کوم چې رَد کړے شو، دويم اِيمان هٰغه دے کوم چې نۀ يواځې قبول کړے شو بلکې تر قيامته پورې د راتلونکو د پاره معيار هم جوړ کړے شو، رد کړے شوے اِيمان د منافقانو دے او مقبول بلکې معيار جوړيدونکے ايمان د صحابۀ کرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوان دے، اوس کتل دا دي چې د صحابۀ کرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوان او د منافقانو پۀ ايمان کښې څۀ فرق دے؟ منل صحابۀ کرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوان هم او د منلو دعویٰ منافقانو هم کوله، د ځان د پوهه کولو خبره دا ده چې صحابۀ کرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوان به څۀ منل او منافقانو به څۀ منل؟
پۀ قرآنِ کريم کښې او پۀ بے شميره حديثونو مبارکو کښې دا فرق ډير واضحه بيان کړے شوے دے۔ راځئ چې د موقعې پۀ مناسبت سره صرف يو څو فرقونه واورو:
فرق: 1، د صحابۀ کرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوان يقين او د منافقانو بے يقيني
وړومبے او بنيادي فرق خو دا دے چې د منافقانو پۀ الله پاک او د هغۀ پۀ خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې بالکل يقين نۀ وو او صحابۀ کرام عَلَیْہِمُ الرِّضْوان ۔۔۔!! هغوئي به پۀ الله او پۀ رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې داسې کامِل يقين لرلو د کوم چې هډو مثال نۀ ميلاؤيږي۔ د مثال پۀ توګه غزوۀ بدر ته وګورئ! * پۀ غزوۀ بدر کښې د صحابۀ کرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوان شميره 313 وه او کافران د 1000 نه هم زيات وو * د صحابۀ کرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوان سره وسله هم کمه وه، د کافرانو سره وسله هم ډيره وه * د صحابۀ کرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوان سره د خوراک څښاک سامان هم کم وو، کافرانو به 10، 10 اوښان پۀ يو وخت کښې ذبح کول، پۀ داسې حالت کښې منافقانو ووئيل:
غَرَّھۤؤُ لَآءِ دِیْنُہُمْ ؕ
(پارہ:10 ، سورۀ انفال:49)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: دا مسلمانان د دوئي دِين پۀ دوکه کښې اچولي دي۔
يعنې يو طرف ته دومره غټ لښکر، بل طرف ته صِرف 313 مسلمانان۔۔۔!! دوئي د خپل