Sahaba Ke Iman Farooz Aqaid

Book Name:Sahaba Ke Iman Farooz Aqaid

اٰمِنُوْا کَمَاۤ اٰمَنَ النَّاسُ

يعنې اے منافقانو۔۔۔!! ستاسو صرف ٰامَنَّا (مونږه ايمان راوړو) وئيل کافي نۀ دي، ايمان داسې قبول کړئ! لکه څنګه چې د صحابۀ کرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوان ايمان دے، چې داسې ايمان قبول کړئ نو مقبول به وي، ګنې نو هيڅکله به هم نشي قبلولے۔

جنَّتي ډله کومه يوه۔۔۔؟

ډير مشهور حديثِ پاک دے، د الله پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: بني اسرائيل پۀ 72 ډلو کښې تقسيم شوي وو، زما اُمَّت به پۀ 73 ډلو کښې تقسيم شي، پۀ دې کښې يوه جنَّتي ده، باقې ټولې به دوزخ ته ځي۔ پوښتنه وکړے شوه: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هٰغه ډله چې جنَّتي به وي، هغه کومه يوه ده؟ اوئې فرمائيل:   مَا اَنَاعَلَیْہِ وَ اَصْحَابِی يعنې هٰغه ډله به جنَّتي وي کومه چې به زما او زما د صحابؤ پۀ لاره باندې روانه وي۔ ([1])

دا دے د ايمان معيار۔۔۔!! صرف ايمان قبلول کافي نۀ دي، د جنَّت حقدار به هغۀ وي، کوم چې د صحابۀ کرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوان پۀ طريقه باندې ايمان قبول کړي۔

قرآن کی تفسیر صحابہ کے عقائد                                                                         ایمان کی تنویر صحابہ کے عقائد

واللہ! انہیں رہبرِ  کونین سمجھئے                                                                             عرفان کی تاثِیر صحابہ کے عقائد

د صحابۀ کرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوان او د منافقانو پۀ ايمان کښې فرق

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! الله پاک ارشاد فرمائيلے دے:

وَ  اِذَا قِیْلَ لَہُمْ اٰمِنُوْا کَمَاۤ اٰمَنَ النَّاسُ  

(پارہ:1، سورۀ بقرہ:13)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان:  او کله چې هغوئي ته ووئيلے شي چې تاسو هُم داسې ايمان راوړئ څنګه چې نورو خلقو ايمان راوړے دے۔


 

 



[1]... ترمذی، کتاب الایمان، باب ہذہ الامۃ، صفحہ:622 ، حدیث:2641۔