Book Name:Mareez Ki Ayadat Kijiye
كور لرې دے نو د آخرت په لحاظ سره خو دا ډيره د فائدے موقع ده، څومره لرې لاړ شې، دومره ډىر قدمونه به مو جوړ شي، څومره چې ډىر قدمونه جوړ شي، دومره ډيرې نيكئ به ميلاؤ شي، دومره ډير ګناهونه مُعاف شي او دومره ډيرې زياتې درجے به مو اوچتې شي. په دې وجه د مريض كور لرې وي يا نِزدې وي مونږ له د سُستئ نه بچ كيدل او د تپوس ثواب ګټل پكار دي.
صحابـئ رسول حضرت اَنَس بِن مالِك رَضِیَ اللهُ عَنْهُ نه روايت دے چې حُضُورِ اكرَم، نُورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: كوم كس چې د يو مريض تپوس كوي هغه د رحمت په درياب كښې لامبو وهي. كله چې هغه د مريض خواته كښيني نو رحمت هغه په خپله ګيره كښې اخلي.[1]
په يو روايت كښې دي: چا چې د مريض تپوس اوكړو، هغه د رحمت په درياب كښې داخل شو، كله چې هغه د هٰغه مريض سره خواته كښيني نو د رحمت په درياب كښې لامبي. كله چې د مريض د خوا نه پاسي نو د كوم ځائے نه چې د تپوس د پاره تلے وو، هلته بيرته د را رسيدو پورې د رحمت په درياب كښې لامبو زن اوسي. [2] سُبْحٰنَ اللہ!