Mareez Ki Ayadat Kijiye

Book Name:Mareez Ki Ayadat Kijiye

(5) پينځم حق: د پرَنجي جواب وركول

     او پينځم حق دے: وتَشْمِيْتُ العَاطِسِ د پرَنجي جواب وركول.[1] يعني كله چې زمونږه يو مسلمان ورور ته پرَنجے راشي او هغه اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! اووائي نو په اوريدونكي باندې واجب دي چې د هغه د پرَنجي جواب وركولو سره اووائي: یَرْحَمُکَ اللہ  (يعني الله پاك دې په تاسو رحم اوكړي)[2]

      خوږو او محترمو اسلامي ورونړو!  د يو مسلمان په بل مسلمان باندې دا 5 حقونه دي:

 (1) د سلام جواب وركول (2) د مريض تپوس كول (3) په جنازه كښې شركت كول (4) دعوت قبلول (5) د پرَنجـي جواب وركول.

       مونږ له پكار دي چې مونږه د خپل مسلمان ورور دا پينځه حقونه  پوره په ايماندارئ سره په تَوَجُّـه كښې اوساتو او پوره ئې كړو.

     راځـئ! په دې 5 كښې د يو حق وضاحت يعني د مريض تپوس په باره كښې اورو:


 

 



[1]...بخاری،کتاب الجنائز،باب  الامر باتباع الجنائز،صفحہ:355 ،حدیث:1240۔

[2]...رد المحتار ،کتاب الحظر و الاباحۃ،فصل فی البیع،جلد:9 ،صفحہ:683-684 ملتقطًا۔