Mareez Ki Ayadat Kijiye

Book Name:Mareez Ki Ayadat Kijiye

*  د فرښتو ملګرتيا به در نصيب شي  *  د دې په بركت سره به مو ژوند خوشحاله شي *  په رزق كښې به بركت نصىب شي  *  د قناعت [يعني په لږه باندې د صبر كولو سره د شكر ادا كولو] دولت په لاس در شي  *  د الله پاك رِضا به در نصيب شي  *  د دې په بركت سره به مو ښه اخلاق، په علمِ دين پوخ والے او په نيك كارونو باندې ثابت قدمي در نصيب شي. الله! الله!  اوس اووائې! نور كوم نعمتونه دي چې مونږ ته پكار دي، د بيمار تپوس كوئ، اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم! ډير زيات انعامونه به درته ميلاؤ شي. الله پاك دې د عمل كولو توفيق را عطا كړې.

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

د  خپل كور د خلقو  هم تپوس كوئ!

      اے عاشِقانِ رسول! د الله پاك آخري نبـي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان سره سره په خپلو اهلِ بيتو (يعني د كور په خلقو) كښې به څوك بيمار شو نو د هغوئي تپوس به ئې هم كولو. يو ځل د مسلمانانو خوږه محترمه مور حضرت عائشه صِدِّيقه رَضِیَ اللهُ عَنْها ته تبه راغله نو خوږ آقا، مكي مدني مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف راوړو (حضرت عائشه صِدِّيقه رَضِیَ اللهُ عَنْها فرمائي: ما د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په