Book Name:Mareez Ki Ayadat Kijiye
اوفرمائيل: په كوم انسان كښې چې دا (4 خصلتونه) جمع شي هغه به جنَّت ته داخل شي.[1]
د مسلمانانو څلورم خليفه حضرت عَلِـىُّ المُرتَضٰى، شيرِ خُدا رَضِیَ اللهُ عَنْهُ نه روايت دے چې خوږ آقا، مكي مدني مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: كله چې مسلمان د خپل مسلمان ورور تپوس كوي نو هغه د مريض سره د ناستې پورې د جنَّت په باغ كښې ګرځي، كله چې هغه كښيني نو رحمت هغه په خپل څادر كښې اخلي، څوك چې د سحر په وخت د مريض تپوس كوي نو د ماښامه پورې اويا زره فرښتې د هغه د پاره د بخښنې دُعاګانے كوي او څوك چې د ماښام په وخت تپوس كوي نو د سبا سحره پورې اويـا
زره فرښتې د هغه د پاره د بخښنې دُعاګانے كوي.[2]
د 75 زره فرښتو په سوري كښې به اوسي
د صحابـئ رسول حضرت عبدُ الله بِن عُمَر رَضِیَ اللهُ عَنْهُما نه روايت دے چې حُضُورِ اكرَم، نُورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: چا چې د مريض