Book Name:Mareez Ki Ayadat Kijiye
ځل كور يا هسپتال ته په تللو د يو مريض تپوس مو كړے دے. د خپل مسلمان ورور تپوس كولو له تلل ډىر د فضيلت كار دے، دا ډىره آسانه نيكي ده خو د دې ثواب ډىر زيات دے.
د حضرت ابُو هُريره رَضِیَ اللهُ عَنْهُ نه روايت دے، يوه ورځ نبـئ آخرُ الزمان، سرورِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د صحابۀ كرام عَلَيْهِمُ الرِّضْوان نه پوښتنه اوكړه: نن په تاسو كښې چا روژه نيولي ده؟ حضرت ابوبكر صديق رَضِیَ اللهُ عَنْهُ عرض اوكړو: ما! خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پوښتنه اوكړه: نن په تاسو كښې د جنازے سره څوك تلے دے؟ حضرت ابوبكر صديق رَضِیَ اللهُ عَنْهُ عرض اوكړو: زه تلے ووم. خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بيا (په دريم ځل) پوښتنه اوكړه: په تاسو كښې نن مسكين ته چا طعام وركړے دے؟ حضرت ابوبكر صديق رَضِیَ اللهُ عَنْهُ عرض اوكړو: ما! خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم (په څلورم ځل) پوښتنه اوكړه: په تاسو كښې نن د مريض تپوس چا كړے دے؟ حضرت ابوبكر صديق رَضِیَ اللهُ عَنْهُ عرض اوكړو: ما [كړے دے] ! (سركارِ مدينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم څلور پوښتنې اوكړې، هغه څلور واړه كارونه حضرت ابوبكر صديق رَضِیَ اللهُ عَنْهُ كړي وو)، په دې باندې د الله پاك آخري نبـي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم