Mareez Ki Ayadat Kijiye

Book Name:Mareez Ki Ayadat Kijiye

      خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! تاسو اوليدل! خوږ آقا، مكي مدني مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د بـي بـى عائشه صِدِّيقه رَضِیَ اللهُ عَنْها تپوس هم اوفرمائيلو او هغوئي ته ئې د تبے نه د خلاصي دُعا هم زده كړه، دغه شان خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د اهلِ بيتو نورو خلقو هم تپوس فرمائيلو. مونږ له هم پكار دي چې د بهر د خلقو سره سره د خپل كور والؤ هم خيال اوساتو، چرې داسې نه وي چې د خپلو ټولو دوستانو تپوس خو كيږي او په خپل كور كښې موجود مور يا كمزورے پلار يا د ماشومانو مور وغيره د بيمارئ نه كمزوري پراته وي او د هغوئي سره هډو د همدردئ وخت نه اوباسو.

د تپوس كولو آداب

      خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! مونږ له د مريض تپوس كول دي، لازمي كول دي، د دې سره سره د تپوس كولو د آدابو هم خيال ساتل دي. راځـئ! د مريض د تپوس كولو آداب هم زده كوو:

 (1) د الله پاك د رِضا نيت اوكړئ!

       *  د ټولو نه اوَّل او بنيادي ادب خو دا دے چې د مريض تپوس صرف او صرف د الله پاك د رِضا د پاره اوكړے شي، په دې نيك كار كښې يو بل دويم نيت مه ساتئ.